اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي)د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيرې شيري رحمان وئېلي دي د سېلاب له ا??له په ??پليو سيمو كښې د بدحالۍ او تباه كارۍ صورتحال ډېر سنګين او بحالي او بيا رغونې لپاره وسائل محدود دي٬مونږ په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې او بحالۍ لپاره كار كوو٬عمران خان په دې صورتحال كښې هم د سركس تماشه لګول غواړي٬د هغوي حكومت هېواد په نړيواله كچه يواځې كړے٬هغوي د هېواد نه د خپل ??ات??سياست او اقتدار فكر لري ٬اقتدار د تللو راتللو څيز دے٬ځكه هېواد به داؤ لګول نه دي پكار٬موجوده حكومت كار كوي۔د جمعې په ورځ پرېس كنفرنس ته د وېنا كول?? په مهال دې ووئيل په باكستان كښې د سېلاب نه پس په ??پليو سيمو كښې د بحالۍ او بيا رغونې په اړه جائزه رپورټ جاري كړے شوے ٬د زيان تخمينه اربونه ډالره لګېدلې ٬په ??پليو سيمو كښې خلق د خپل سباؤن په اړه پرېشانه دي٬حكومت د ترقياتي شراكتدار?? په مرسته د ځپليو ستونزې لرې كولو او د تباه شوي انفراسټركچر بحالۍ او بيا رغونې له هر ممكنه اقدامات لپاره هڅې كوي ۔په دې صورتحال كښې د اپوزېشن كردار د ټول?? په وړاندې دے ٬ دې ووئېل دا د افسوس مقام دے چې حكومت د نړيوا??ې ورورولۍ سره د هېواد او اولس ښه والي لپاره كار كوي نو عمران خان د دروغ بياني په بنياد د اړي ګړي ترغيب وركوي۔دې ووئيل د هغه لانګ مارچ نه شارټ مارچ دے ٬د هغه خپل خلق وائي چې دا به خونړے مارچ وي٬د دې څخه څرګندېږي چې هغه د اقتدار په هوس تر كومه حده تللے شي۔وفاقي وزيرې ووئيل هغه سهار كنځلې كوي او د شپې منت زاري كوي٬هغه يواځې د خپل ??ات??سياست او اقتدار لالچ لري۔دې ووئيل حكومت دا مهال پاكستان د سېلاب له ا??له د شوې تباهۍ ويستلو لپاره هڅې كوي او عمران خان سركس تماشه لګولې٬خلقو هغه وپیژندلو۔ دې ووئېل هغه د سېلاب ځپليو لپاره هېڅ نه دي كړې٬د ځپلي?? په نامه دوه ټيلي تهونز كړي خو جمع كړی پيسه چرته ده هېڅ پته نشته۔شيري رحمان ووئېل تېر حكومت پاكستان په نړيوال كچه يواځې كړے٬هېواد يې د معاشي او سياسي بحران دلدل ته ورديكه كړے ؤ خو اوس موجوده وزيراعظم او خارجه وزير په محنت سره دغه يواځې والے ختم كړے ۔وفاقي وزير ووئيل اوس د خوني مارچ د لارې د هېواد په ضد سازش كېږي خو دا به كاميابۍ ته پرې نه ښودلې شي۔دې ووئيل پرامن احتجاج د ټولو جمهوري حق دے خو د اړي ګړې اجازه نه شو وركولې٬اپوزېشن هېواد كوم پلو بوتللو له هڅه كوي او هغه څه كوي دا د ټول?? په وړاندې ده۔
په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې او بحالۍ لپاره كار كوو٬عمران خان په دې صورتحال كښې هم د سركس تماشه لګول غواړي۔ د وفاقي وزيرې شيري رحمان پرېس كنفرنس
Red Door Roulette Online Betting
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری