اسلام آباد31اګست (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئيلي دي سوله ايز او مستحكم افغانستان پاکستان او منطقې لپاره ډېر د اهميت وړ دے٬ افغانستان كښې د امنيت صورتحال لا ښه كولو ٬ د انساني ضرورتونو او اقتصادي استحكام باوري كولو لپاره د نړيوالې ورورولۍ لخوا په هنګامي بنيا??ون?? اقداماتو ته اړتيا ده۔ دا خبرې وزيراعظم د پاكستان په دوره راغلي د المان خارجه وزير هائكو ماس سر?? كړې چا چې د نهې په ورځ دوي سر?? په وزيراعظم هاٶس كښې ملاقات كولو۔ په ملاقات كښې د افغانستان په صورتحال او د پاك المان دوه اړخيزه اړيكو په اړه د خيالاتو څرګن??ون?? شوې۔ وزيراعظم په دې خبره زور رواړو چې سوله ايز او مستحكم افغانستان پاکستان او منطقې لپاره ډېر د اهميت وړ دے۔ وزيراعظم ووئيل د افغانستان د تاريخ په دې مهمو لمحاتو كښې نړيوالې ورورولۍ لپاره ضروري ده چې ھغوي افغانانو سر?? مرسته وكړي٬ دې مق??دل??اره افغانستان سر?? تل پاتې رابطو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل پاكستان او المان لپاره سيمه ايز امن او استحكام له شريكو مفاداتو ته ودې وركولو لپاره په ګډه كار كول پكار دي۔ د المان خارجه وزير هائيكو ماس وزيراعظم عمران خان ته د المان چانسلرې انجيل?? مركل لخوا د نېكو هيلو پېغام ورسولو سر?? هغه په افغانستان كښې د صورتحال په اړه د المان د نكته نظر نه خبر كړو۔ هائيکو ماس افغانستان څخه د المان و??ړو په ويستلو كښې په مرسته كولو د پاكستان مننه وكړه۔ په دې موقع خارجه وزير هائيكو ماس سږ كال د پاكستان او المان د سفارتي اړېكو د 70مې سالګرې پحقله په دستورو كولو هم رڼا واچوله۔
افغانستان كښې د امنيت صورتحال لا ښه كولو ٬ د انساني ضرورتونو او اقتصادي استحكام باوري كولو لپاره د نړيوالې ورورولۍ هنګامي اقداماتو ته اړتيا ده۔ د وزيراعظم عمران خان د المان خارجه وزير سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال