اسلام آباد۔11نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره د پاكستان تحريك انصاف ډنمارك صدر چوهدري عمران محبوب د زيارت په ورځ ملاقات وكړو او هغه سره ئې په هېواد كښې په روانه سياسي وضعه او ګوند سره په اړوندو مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ملاقات كښې په خصوصي توګه بهرهېوادونو كښې د مېشته پاكستاني وګړو په ملي معاملو كښې د خوښۍ لرلو او د هېواد د سپېځلي نظام حوالې سره خبرې وشوې۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د هېواد معاشي پرمختګ كښې د اوورسيز پاكتساني وګړو مهم كردار دے ٬ نن زمونږ سفارتخانې آسانۍ باوري كولو لپاره بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستاني وګړو سره ولاړې دي۔ هغه ووئيل مونږ ټول عمري د اوورسيز پاكستاني وګړو د مسئلو حل كولو په حاجت زور راوړے دے۔ هغه ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت اوورسيز پاكستاني وګړو ته د ووټ حق وركولو عزم لري۔ د پی ټی آئی ډنمارک صدر چوهدری عمران محبوب ووئيل د امریکا او اروپا په شمول په ټول اورسيز هېوادونو كښې پاكستاني وګړي عمران خان تر ټولو خوښ شخصيت ګڼي ٬ هغوي هيله لري چې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې به هيواد پرمختګ وكړي
د هېواد په معاشي پرمختګ كښې اوورسيز پاكستاني وګړي مهم كردار لري٬ ټول عمري مو د اوورسيز پاكستاني وګړو د مسئلو حل كولو په حاجت زور راوړې ٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د پي ټي آئي (ډنمارك) صدر سره خبرې
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان