اسلام آباد۔5اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي ابلاغ خصوصي مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي د شاهد خاقان عباسي په شمول ټول درباريان د كرپشن ځواب كولو نه عاجز دي ٬ په تاريخ كښې په اولني ځل د مرتبې او اقتدار خاوندان قانون ته ځواب وركوؤنكې جوړ كړې شؤ۔ د شاهد خاقان عباسی په بيان خپل غبرګون كښې ډاكټر شهباز ګل ووئيل موصوف هر ځل د عدالت نه بهر راوتلو سره د كېمرې لګولو خبره كوي ، كه په عدالتونو كښې كېمرې ولګېدې نو درباريان به د مخ ښودلو پاتې نه شي۔ هغه زياته كړه چې په عدالت كښې په پښو پرېوتل او بهر راوتلو سره د وكټري نخښه جوړول د دوئي تګلاره ده۔
مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس