نيويارك 12 مارچ (اے پي پي) په امريكا كښې د پاكستان سفير اعزاز چوهدري وئېلي دي په سلامتي كونسل او اقتصادي ډګرونو د پياوړو كا??يابو نه پس بايد د پاكستان په اړه نړيوال تاثر اوس بدل شي۔ده دا خبرې په نيويارك كښې په انټرنېشنل سنټر فار جرنلسټس كښې امريكائي خبريالانو ته د وېنا په مهال وكړې۔پاكستاني سفير ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بې مثاله كا??يابۍ ترلاسه كړې او اوس دا كا??يابۍ په اقتصادي موقعو بدلېږي بايد په داسې صورتحال كښې نړۍ د پاكستان په اړه خپل تاثر بدل كړي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په افغانستان كښې امن نه يوازې افغانستان او پاكستان لپاره بلكې ټولې منطقې لپاره ضرورې دے٬تاريخ شاهد دے چې په افغانستان كښې د استحكام نشت والي آغېز د منطقې په نورو هېوادونو او په خاص توګه په پاكستان شوې۔ هغه ووئېل پاكستان به نورو شراكتدارو سره ??ه ګډه د افغان مسئلد سياسي حل له خپل كردار ترسره ??وي خو باور لري چې دا ه??ې به د افغانانو پھ مشرۍ كښې وي
په سلامتي كونسل او اقتصادي ډګرونو د كاميابو نه پس بايد د پاكستان په اړه نړيوال تاثر بدل شي
مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena