قاهره 02 مارچ (اے پي پي)په مصر كښې د پاكستان سفير ساجد بلال وئېلي دي پاكستان د دوستۍ او ورورولۍ لازواله اسلامي اقدارو لپاره پوخ عزم لري٬زمونږ د لاكهونو په شمېر افغان وروڼه لوږې او د ناروغۍ له امله د غېر يقينۍ سباؤن سره مخ دي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ په قاهره كښې د روانې مياشتې په 22 ٬ 23مه نېټه اسلام آباد كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل د 48مې غونډې په اړه په قاهره كښې خبريالانو ته د بريفنګ وركولو په مهال وكړې۔د پاكستان سفير ووئيل د دې وژن او د لارښوونې اصول بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح جوړ كړي وو چا چې اسلامي هېوادونو لپاره د پاكستان پالېسي د دوستۍ او خېرسګالۍ پاسداري ګرځولې وه۔ده ووئيل پاكستان روانه مياشت د مارچ په 22م او 23مه نېټه په اسلام آباد كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل د 48مې غوندې كوربتوب كوي۔ده ووئيل د او آئي سي د باني غړي په حېث مونږ ګڼو چې د اسلامي يو والي مستحكمولو لپاره غوره اظهار د ټولې نړۍ د 1.5 ارب مسلمانانو د نمائنده تنظيم او آئي سي لا قوي كول دي۔ده ووئيل مونږ په فرورۍ 1974 كښې په لاهور كښې د او آئي سي د مشرانو د دوهم كنفرنس كوربتوب كړے ؤ ۔په كوم كښې چې مصري صدر انور سادات هم ګډون كړے ؤ دغسې پاكستان څو ځله د دې تنظيم د مشرانو د غونډې كوربتوب كړے۔ده ووئيل اسلامي نړۍ ډېرو چېلنجونو سره مخ ده٬د فلسطين او مقبوضه كشمير اولس پرله پسې د خپلواكۍ د حق نه محروم ساتلے كېږي٬اسلامو فوبيا او كركه مخ په زياتېدو ده او د نړۍ په يو شمېر برخو كښې يې اسلامي ټولنه خطر سره مخ كړې۔ ده ووئېل زمونږ د لاكهونو په شمېر افغان وروڼه لوږې او د ناروغۍ له امله د غېر يقينۍ سباؤن سره مخ دي
پاكستان د دوستۍ او ورورولۍ لازواله اسلامي اقدارو لپاره پوخ عزم لري٬زمونږ د لاكهونو په شمېر افغان وروڼه لوږې او د ناروغۍ له امله د غېر يقينۍ سباؤن سره مخ دي۔ساجد بلال
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ