اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) قامي اسمبلۍ د مالي كال 22-2021 لپاره د 8487 اربه روپو حجم وفاقي بجټ منظورې كړے چې پكښې د محصولات هدف 5829 اربه روپۍ ټاكلے شوے ٬ 3400 اربه نه زياته خساره به د ټېكس اصلاحات ٬ كورني او بهرني معاونت او كفايت شعارۍ سره ترسره كولې شي٬ د حكومت لخوا به په پيو او د خوراك څښاك په نورو څيزونو سېلز ټېكس نه وي٬ په انټرنېټ او موبائل فونز هم د ټېكس لګولو تجويز بېرته اخستلے شوے٬ د سرکاري ملازمانو په تنخاګانو او پنش كښې به لس فيصده اېډهاك ريليف وركولې شي٬ د سركاري څانګې د پرمختيائي بجټ حجم 900 اربه روپۍ دے، لږ نه لږ اجرت 20 زره روپۍ د مياشتې په سر مقرر كړے شوے٬ په وفاقي ټېكسونو كښې به د صوبو برخه د تېر كال 2704 اربه روپو نه 3411 اربه روپۍ كولې شې٬ د ګراس محصولاتو حجم 7909 اربه روپۍ ساتلو تجويز دے كوم چې د تېر كال د نظر ثاني شوو 6395 اربه روپو په مقابل كښې 24 فيصده زيات دے، نان ټيکس ريونيو كښې 22 فيصد اضافه شوې ، د مجموعي سبسډيز اندازه 682 اربه روپۍ لګولې شوې ، احساس پروګرام لپاره 260 اربه روپۍ مختص كړې شوي، د شرح نمو هدف 4.8 فيصده اېښودے شوے، په ځائي كچه جوړو كړو 1000 سي سي په ګاډو فېډرل ايکسائز ډيوټۍ كښې كمے او سېلز ټيکس د 17 فيصده نه 12.5 فيصد كړےشوے او دغسې وېليو اېډډ ټېكس ختم كړے شوے ، د نوي مالي كال په بجټ كښې 1.1 اربه ډالره واكسين د درآمد كولو او تر جون كال 2022 لس كروړه كسانو ته د واكسين وركولو هدف مقرر كړے شوے ٬ د نوي مالي كال په وفاقي بجټ كښې ميزانيه كښې جامع او كوټلې نمو ترلاسه كولو ته مركزي حېثيت ترلاسه دے٬ راتلونكي مالي كال لپاره د معاشي پرمختګ هدف 4.8 فيصده اېښودے شوے ٬ د نوي مالي كال بجټ په ميزانيه كښې د كامياب پاكستان پروګرام له مخې د لږ آمدن لرونكو لپاره د هاٶسنګ په مد كښې به تر 20 لكه روپو اسان قرض وركولې شي٬ هرې كورنۍ ته به صحت كارډ وركولي شي او د هرې كورنۍ يو كس ته به فني تربيه ويړيا وركولې شي٬ هر كروندګرې كورنۍ ته به كر لپاره هر فصل له يو نيم لك روپۍ د سود نه غېر وركولې شي، دغسې ټرېكټر او مشيني آلات لپاره دوه لكه روپۍ پور به وركولې شي٬ هر شهري كورنۍ له كاروبار لپاره به پنځه لكه روپۍ د سود نه غېر قرض وركولې شي٬ د نوي مالي كال په بجټ كښې حكومت په راتلونكو دوو دريو كالونو كښې لږ نه لږ د 6 نه تر 7 فيصده نمو باوري كولو اهداف ټاكلي دي ٬ چې مقصد ئې ځوانانو ته د روزګار زياتې موقعې وركول دي، دې مقصد لپاره صنعت ،برآمدات ، هاٶسنګ او تعميرات، بې وسه طبقو لپاره د سماجي تحفظ پروګرام او د توان په څانګه كښې اصلاحات ته خاص پاملرنه شوې ٬ د كركيلي څانګه كښې جامع منصوبه ترتيب كړې شوې چې له مخې ئې تخمونه، سره ، زرعي پور ، ټريکټر او مشينري ، کولډ وېئر هائوسز جوړولو او فوډ پراسيسنګ صنعت كښې به مرسته كولې شي ٬ د مالي كال په بجټ كښې احساس پروګرام لپاره 260 اربه روپۍ مختص كړې شوي٬ صنعتو او برآمدات لپاره به خاص هلې ځلې كولې شي٫ کم آمدن لرونكو كورنيو له خپل كورونه اخستو يا جورولو لپاره به درې لكه روپۍ سبسډي وركولې شي ٬ دې مقصد لپاره په بجټ كښې 33 اربه روپۍ اېښودې شوي٬ بېنكونو ته سل اربه روپو قرض لپاره درخواستونه تر لاسه شوي چې په كښې د 70 اربه روپو منظوري وركړې شوې او دا وركول پېل شوي٬ په مختلف سروسز د ګټې لږ مارجن او د لګولې شوې ودهولډنګ زياتې شرح په نتاظر كښې په آئل فيلډ سروسز، وېئر هاوسنګ سروسز، کوليکټرل مينجمنټ سروسز، سيکيورټي سروسز او ټريول اينډ ټور سروسز باندې د ودهولډنګ ټېكس شرح د 8 فيصده نه 3 فيصده كړې شوې۔ شوکت ترين ووئيل په موبائل سروسز د موجوده ودهولډنګ ټيکس شرح 12.5 فيصده څخه 10 فيصد كړې شوې او دا به پرله پسې تر 8 فيصده راوستلې شي٬ د نوي مالي كال په بجټ كښې د سركاري ملازمانو او پنشنيانو لپاره اقدامات شامل دي، د جولائي څخه به ټولو وفاقي سركاري ملازمانو ته لس فيصده اېډهاك ريليف الاٶنس وركولې شي او په پنشن كښې به هم لس فيصده اضافه كولې شي٬ د اردلي الاٶنس د مياشتې په سر د 14 زره نه 17500 روپۍ كړې شوې٬ د ګرېډ 1 نه تر 5 د ملازمانو انټيګرېټډ الاٶنس د 450 روپو څخه 900 روپۍ كړې شوې٬ په لږ آمدن لرونكو كسانو د ګرانۍ فشار كمولو لپاره د لږ نه لږ اجرت 20 زره روپۍ د مياشتې په سر كړے شوے ٬ د نوي مالي كال په بجټ كښې د ټولنې په معاشي توګه د كمزورو طبقو مرستې لپاره د احساس پروګرام له مخې يو شمېر پروګرامونه پېل كړې شوي چې پكښې کېش ټرانسفر، کامياب جوان، بلاسود قرض، نيوټريشن تحفظ، د وړوكې كاروبار پېل لپاره مالي مرسته، يتيمانانو، بے سهارا مشاومانو، د مجبورۍ له مخې كډه كوٶنكو، مزدورانو ماشومانو ، د جبري مشقت ښكار كسانو او په يوميه اجرت کار كوٶنكو لپاره مالي مرسته٬ بې وسه كسانو خوراك لپاره لنګر٬ د راشن وېش لپاره فوډ كارډ، خوراك او نورو څيزونو لپاره په نوې طرز لاس ګاډۍ لګول شامل دي٬ په بجټ كښې د توان څانګه كښې اصلاحات لپاره هم اقدامات شوي٬ ګرځينده قرض كمولو او بيا ختمولو لپاره منصوبه بندي٬ د پرائيويټ پاور پروډيوسر په مرسته د ګرځينده قرض تشكيل نو، د برېښنا د زيات كهپت صنعتونو لپاره مراعات ، لائن لاسز کمولو لپاره د برېښنا ترسيل او د تقسيم عمل كښې ضروري سرمايه كاري، د برېښنا استعمال ته وده وركولو لپاره د الېكټرك وهيكل پاليسي اعلان او د مجموعي لګښت كمولو لپاره هائيډرو او د تجديد وړ توان د لارې د ارزانې برېښنا پېداوار ترلاسه كول شامل دي۔ په بجټ كښې د سركاري څانګې پروګرام ته د مالي كال 2021 د 630 اربه روپو په مقابل كښې 900 اربه روپۍ وركړې شوي چې پكښې به كم پرمختللې سيمو ته پام لرنه كولې شي ، په پي ايس ډي پي كښې د مالي كال 2021 په مقابل كښې نزدې 40 فيصده اضافه شوې ٬ د نومي مالي كال په بجټ كښې خوراك او د اوبو ترلاسه كېدل٬ د توان تحفظ، روډ انفراسټرکچر كښې بهتري ، د چين پاکستان په معاشي راهداري عملدرآمد كښې پيشرفت، خاص اقتصادي زونز جوړول او فعاله كول، كوټلي پرمختيائي اهداف٬ د موسمياتي بدلون په ضد اقدامات، د ټيکنالوجۍ په مرسته علوم كښې پېشرفت او د سيمو ترمېنځه د فرق تدارك پرمختيائي ترجيحات ګرځولې شوي٬ په زرعي څانګه كښې د قحطې ملخانو مخ نيوي ، ايمرجنسي او فوډ سيکيورټي پراجيکټ لپاره يو ارب روپۍ ٬ د وريژو٬ غنمو٬ ګني او د دالو پېداوار زياتولو لپاره دوه اربه روپۍ٬ په تجارتي بنيادونو د خونه (زيتون) كر زياتولو لپاره يو ارب روپۍ، د اوبو د لارو بيا رغونه او بهترۍ لپاره درې اربه روپۍ او د اوبو تحفظ لپاره 91 اربه روپۍ بېلې كړې شوي٬ د داسو هائيډرو پاور پراجيکټ وړومبي پړاٶ لپاره 57 اربه روپۍ، ديامر بھاشا بند لپاره 23 اربه روپۍ، مومند بند لپاره 6 اربه روپۍ او نيلم جهلم هائيډرو پاور پراجيکټ لپاره 14 اربه روپۍ بېلې كړې شوي۔ د مالي كال 22-2021 په وفاقي بجټ كښې د كراچۍ لاهور موټروے بشپړتيا٬ د حوېلو نه تر تهاه كوټ او د قراقرم سترې لارې فېز ټو ، ژوب کچلاک روډ، چترال بوني مستوج شندور روډ بيا روغونه او پراختيا٬ د پاکستان رېلويز د مېن لائن اېم اېل ون بهتري او حوېلو سره نزدې د ډرائي پورټ جوړول ٬ چين او نورو هېوادونو څخه فارن ډائريکټ انوسټمنټ سره د اکنامك زونز آبادکاري په ترجيحات كښې شامل كړې شوي۔اېم اېل ون منصوبه به په درې پېكجز كښې ترسره كولې شي۔ پېکج ون په مارچ 2020ء كښې پیل شوے۔ پېكج ټو به جولائي او پېكج تھري به جولائي 2022ﺀ كښې پېل كېږي۔ هېواد كښې د برېښنا پېداوارګنجائش زيات دے خو ټوله برېښنا صارفينو ته رسولې كېدې نه شي۔ په دې لړ كښې اسلام آباد وېسټ او د لاهور نارتھ کے وی ټرانسمېشن لائنز لپاره 7.5 اربه روپۍ٬ داسو څخه 2160 مېګاواټ برېښنا پیدا كولو له 8.5 اربه روپۍ ٬ سکی کناری، کوهاله، ماهل هائیډرو پاور پراجېکټس څخه برېښنا پیدا كولو له 5 نيم اربه روپۍ او حېدرآباد سکھر سېکنډری ټرانسمېشن لائنز له 12 اربه روپۍ اېښودلې شوي۔ دې نه ځانله جامشورو كښې د سكرو په مرسته 1200 مېګاواټ برېښنا پېدا كولو له 22 اربه روپۍ بېلې كړې شوي۔ كراچۍ كښې د كے ون او كے ټو منصوبې او تربېلا هائيډرو پاور پراجېكټ 5 مې پراختيا منصوبې له 16 نيمه اربه روپۍ بېلې كړې شوي۔ د نوې مالي كال وفاقي بجټ كښې د وروستو پاتې سيمو پرمختګ باوري كولو له خصوصي پرمختيائي پېكج وركړے شوے۔ دې مقصد لپاره 100 اربه روپۍ بېلې كړې شوي۔ د کراچی ټرانسفارمېشن پلان ټول حجم 739 اربه روپۍ دے دې لپاره به 98 اربه روپۍ وفاقي حكومت وركوي۔ د سركاري او نجي څانګې همكارۍ سره به 509 اربه روپۍ او د سپريم كورټ فنډ څخه به 125 اربه روپۍ وركولې شي۔ د نوي مالي كال په وفاقي بجټ كښې د ګلګت بلتستان سماجي اقتصادي پرمختګ له 40 اربه روپۍ بېلې كړې شوي ۔ د سندھ 14 څخه زياتو ضلعو لپاره د پرمختيائي منصوبو ترسېوري لاندې بجټ كښې 19 نيم اربه روپۍ اېښودلې شوي۔ د خېبرپختونخوا نوو ضم شوو ضلعو پرمختګ له 54 اربه روپۍ اېښودلې شوي ۔ په دې كښې 30 اربه روپۍ لس كلنې پرمختيائي منصوبې لپاره دي۔ د پبلک پرائیوېټ پارټنر شپ اتھارټی ترسېوري لاندې د 710 اربه روپو په منصوبو به راروان مالي كال كښې كار پېل شي۔ د نوې مالي كال په وفاقي بجټ كښې د موسمياتي بدلون مخنيوي له د 14 اربه روپو فنډز بېل كړے شوے ۔ سماجي څانګې لپاره د 118 اربه روپۍ بېلې كړې شوي كومو كښې چې 30 اربه روپۍ صحت ٬ 44 اربه روپۍ لوړو زده كړو ٬ 68 اربه روپۍ د تل پاتې پرمختيائي اهدافو سر كولو او 16 اربه روپۍ د ماحوليات ښه كولو له اېښودلې شوي۔ دنوې مالي كال وفاقي بجټ كښې د ګراس ریونیو تخمینه 7909 لګولې شوې كومه چې د روان مالي كال په مقابل كښې 24 فيصده زياته ده۔ د نوې مالي كال په وفاقي بجټ كښې د اېف بي آر د وصولو هدف د مالي كال 2021 د 4691 اربه روپو په مقابل كښې 24 فيصده اضافې سره 5829 اربه روپۍ مقرر كړے شوے ۔ د نوې مالي كال په وفاقي بجټ كښې وفاقی ټېکسونو كښې د صوبو برخه به د تېر كال 2704 اربه روپو په مقابل كښې3411 اربه روپۍ وي كومه به چې 25 فيصده زياته وي۔ وفاقي خرڅونه به 8487 اربه روپۍ وي۔ د نوي مالي كال بجټ كښې به د 682 اربه روپو سبسډيز وركولې شي۔ د نوي مالي كال بجټ كښې احساس پروګرام لپاره بېل كړي فنډز كښې په مجموعي توګه 24 فيصده اضافه شوې ۔ د احساس پروګرام بجټد روان مالي كال 210 اربه روپو نه260 اربه روپۍ كړے شوے ۔ هيله ده چې د نوې مالي كال 2021-22ء مجموعی بجټ خسارہ به 6.3 فیصد پاتې شي۔ د پرائمری خسارې هدف 0.7 فیصد دے كوم چې د روان مالي كال بيا كتلې شوې تخمينې له مخې 1.2 فيصد لګولے شوے۔ د پرائمری خسارې دې هدف ټاكلو سره به حكومت په درېو كلونو كښې پرائمري خساره 3.2 فیصد كمولو كښې كامياب شي۔ د راروان مالي كال بجټ كښې به د اولس په وېكسينېشن 1.1 ارب ډالره مصرف كولې شي۔ تر جون 2022 لس كروړه وګړو ته د وېكسين لګولو هدف ټاكلے شوے ۔ یونیورسل هېلت کورېج به لا پراخا كولې شي۔ اېس اېم ای سپورټ پروګراملپاره 12 اربه روپۍ او كامياب پاكستان پروګرام لپاره 10 اربه روپۍ بېلې كړې شوي ۔ د وزيراعظم په سپارښتنه اېنټي رېپ فنډ جوړولو له په ابتدائي توګه د 10 كروړه روپو رقم بېل كړے شوے۔ لوړو زده كړو لپاره به 66 اربه روپۍ او پرمختيائي بجټ لپاره به 44 اربه روپۍ اېښودلې شي۔ وروستو به دې كښی د 15 اربه روپو اضافه كولې شي۔ د سركاري ادارو مرستې په مد كښې پي آئي اے لپاره 20 اربه او سټیل ملز لپاره 16 اربه روپۍ اېښودلې شوي۔ د خصوصي سيمو مرستې په مد كښې د آزاد جموں و کشمیر بجټ 54 اربه روپو نه60 اربه او د ګلګت بلتستان بجټ 32 اربه نه47 اربه روپۍ كړې شوې۔ سندھ ته به د 19 اربه روپو خصوصي ګرانټ او بلوچستان ته به د اېن اېف سي برخې نه ځانله نورې 10اربه روپۍ وركولې شي۔ په نوې مالي كال كښې سړي سر شمېرې 2022ء لپاره 5 اربه روبۍ د وفاقي برخې په توګه بېلې كړی شوي۔ د بلدیاتی حکومتونو ټاكنو لپاره 5 اربه روپۍ او د کووېډ 19 اېمرجنسی فنډ په مد كښې 100 اربه روپۍ اېښودلې شوي۔ د نوي مالي كال وفاقي بجټ كښې موجوده ټېكس وركوؤنكو ته تحفظ وركړے شوے دغسې چې د دوي واجب الادا ټېكس نور فشار سره مخ نه كړے شي۔ په تنخادارې طبقې كوم نوے ټېكس نه دے لګولے شوے۔ په قصد پټ كړي معلومات به يا ټېكس غلا به جرم ګڼلے شي په كوم به چې زندان ته د تللو سزا وي۔ ټېکس مشینری به د ټېكس غلا كوؤنكو په ضد او ټېكس نېټ كښې د نه شاملېدونكو په ضد لا متحرك كولې شي۔ د نوې مالي كال په وفاقي بجټ كښی پاکستان سنګل ونډوز پراجېکټ پېل كولې شي۔ د ضم شوو ضلعو صنعتونو لپاره فيډرل ايكسائز ډيوټي ختمه كړې شوې٬د ميوو په رس فیډرل ايكسائز ډيوټي ختمه كړې شوې٬د قرآن پاك په اشاعت كښې په استعمالېدونكي كاغذ د ټېكس رعايت دائره كار پراخا كړے شوے۔په ځايې كچه جوړېدونكو اليكټرك ګاډو لپاره د سيلز ټېكس په شرح كښې د 17 فيصد نه تر يو فيصد كمې راوستلې شوې٬د اليكټرانك په رسيد د قرعه اندازۍ نه پس به په مياشتني بنيادونو خريدارو ته د 250 ملين روپو انعامات وركولې شي۔د ټېلي مواصلات په خذمات د فېډرل ايكسائز ډيوټۍ د نفاذ تجويز بېرته اخستلے شوے٬د ټېكس چارواكو آډټ او انكوائرۍ لپاره د صوابديدي اختيارات د غلط استعمال مخ نيوي لپاره پريكړه شوې چې د اېف بي آر په ځاے به د تهرډ پارټي څخه آډټ كولې شي۔كارپورېټ ټېكس وركونكو د استثنٰی سرټيفكېټ اجرا به په 15 ورځو كښې دننه باوري كولې شي۔په نوي مالي كال كښې په بجټ كښې د اليكټرانك سماعت نظام معرفي كولې شي۔په ود هولډنګ ټېكس رجيم كښې به 40 فيصده كمے كولې شي٬ 12 ود هولډنګ شقونه ختم كړی شوي۔د كووېډ 19 په تناظر كښې په وفاقي بجټ كښې د كيپيټل ګين ټېكس شرح د 15 فيصد نه 12.5 فيصد كړې شوې۔د پولټري د څانګې په خوراك كښې په شاملو اجزا ټېرف كښې رعايت وركړے شوے٬د ګاډو په څانګه كښې د وړاندې نه جوړېدونكو ګاډو او د نوي ماډل جوړونكو ته د اېډوانس كسټم ډيوټۍ څخه استثنٰی وركړې شوې۔دې اقدامات سره به د حكومت زما د ګاډي سكيم كامياب شي او د وړو ګاډو بيعې به هم كمې شي۔د 300 نه زياتو په ايكټيو فارماسيوټيكل اجزا د كسټم ډيوټۍ په مد كښې رعايت وركړے شوے۔د وزيراعظم وژن له مخې پاكستان په نړۍ كښې سېلګرۍ لپاره په زړه پورې هېواد جوړولو په لړ كښې د سېلګرۍ څانګې ته خاص پام لرنه شوې۔سېلګرۍ سره د تړون لرونكي مهم مينو فيكچرنګ سېكټر ډاډګيرنې لپاره په دې كښې استعمالېدونكې خام مال او څيزونه د ټېكس نه مستثنٰی دي يا په صفر فيصد كسټم ډيوټي سليب كښې شامل كړې شوي او يا مراعاتي ريټ وركړې شوې۔په ريګوليټري ډيوټي هم نظرثاني شوې٬په ډېرو څيزونو ريګوليټري ډيوټي ختمه كړې شوې يا كمه كړې شوې۔د نوي مالي كال په وفاقي بجټ كښې د بارډ منيجمنټ پشان اقدامات ته خاص پام لرنه شوې۔د نوي مالي كال په بجټ كښې د پاكستان سينګل ونډوز پروژې ترسره كولو نه پس به د 74 نه زياتې حكومتي ادارې او پورټ كميونټۍ يو پليټ فارم سره منسلك كولې شي
قامي اسمبلۍ د مالي كال 22-2021 لپاره د 8487 اربه روپو حجم وفاقي بجټ منظور كړو
مضمون کا ماخذ : راکی