اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د پبلك ټرانسپورټ د جديد نظام پرانسته وكړه چې له مخې به ئې د اسلام آباد د ګڼې ګوڼې په دوه لارو د مېټرو بس سروس ګرين او بليو لائنز بسونه چلولې شي ، ګرين مېټرو بس سروس د بهاره كهو څخه تر پمز روغتون په 15.5 كلوميټر محيط دے، په دې روټ 8 سټېشن جوړ كړے شوي دي، بليو لائن مېټرو بس سروس به د كورال څخه تر پمز روغتون 20 كلوميټره فاصله ترسره كوي. په دې روټ مسافرو لپاره 13 سټېشن جوړ كړے شوي دي. په اسلام آباد كښې د جديد بس سروس پرانستې سره به د وفاقي پايه تخت اسلام آباد وګړي د سفر غوره اسانيې ولري، د دې څخه به هره ورځ د زرګونو په شمېر خلق استفاده وكړې شي.
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز