سرینګر۔3مئی(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه نيولې شوے جموں وكشمير د نړۍ په هغه خطرناكو ځايونو كښې شامل دے چرته چې صحافت او د ابلاغ ذريعو سره پېوست وګري په سختو حالاتو كښې خپل پېشه ور خذمات ترسره كوي۔ نن د صحافت آزادۍ ورځې په مهال د كشمير ميډيا سرور ايډيټر رئيس احمد مير خپل رپورټ كښې وئيلي دي مقبوضه جموں وكشمير كښې 1989 نه تر دې دمه 19 خبريالان د خپل پېشه ور فرض ترسره كولو په مهال وژلي شويِ۔ په دغو خبريالانو كښې شبیر احمد ډار ، مشتاق علی ، محمد شعبان وکیل ، آسیہ جیلانی ، غلام محمد لون ، غلام رسول آزاد ، پرویز محمد سلطان ، شجاعت بخاری ، علی محمد مهاجن ، سید غلام نبی ، الطاف احمدفکتو ، سیدن شفیع ، طارق احمد ، عبد الماجد بټ او جاوېد احمد میر شامل دے۔ د رپورټ له مخې مقبوضه سميه كښې د روزانه په بنياد د هندي پوځ لخوا خبريال تشدد سره مخ كولے شي چې له امله ئې د دوئي پېشه ورې ذمه وارۍ ځپلې شي۔ هندي پوليس د كال 2017 او2018 په مهال خبريالان او فوټو جرنلسټ كومو كښې چې شاہ ارشاد ، فدا حسین ، امان فاروق ، منظور ظهور ، سهیل حمید ، یونس خالق ، عاقب جاوید حکیم ، فاروق شاہ ، شاہ جهانګیر ، فیاض لولو ، دین عمران ، جنید لالو ، اعجاز احمد ډار ، سجاد حمید ، عبدالحمید ، توصیف مصطفی ، دانش اسماعیل ، عمر معراج ، حبیب نقاش ، معراج الدین ، یونس خالق ، آصف قریشی ، ارشاد حسین شاہ ، منظور میر ، قاضی ارشاد ، بلال بہادر ، مبشر خان ، فاروق جاوید خان ، عمر شیخ او شعیب مسعودی شامل و جسماني تشدد سره مخ كړل۔ هندي پوليس اهلكارو د انګلېسي ورځپاڼې ګرېټر كشمير په ډرائيور بلال احمد او يو ملازم فاروق احمد هم ډېر سخت تشدد كړے۔ ځائي صحافتي ادارو په نړيواله ورورولۍ زور راوړے چې هغه دې كشمير خبريالان د هند ظم او زياتي نه خلاصولو له خپل كردار ترسره كړي
مقبوضه جموں وكشمير كښې 1989 نه تر دې دمه 19 خبريالان وژلې شوي او ګڼ شمېر تشدد سره مخ كړې شوي دي
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔