کوئټه 24 فروري (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير مذهبي پير نورالحق قادري وئيلي دي د مودي انسانيت دښمنه پاليسۍ په منطقه كښې د اړي ګړي او د تفريق سبب جوړېږي٬ تش په نامه د جمهوريت دعوېدار د هند رياست په مسلمانانو٬ سكهانو او مسيحانو سره سره د نورو مذهبونو په پېروكارو د هند زمكه تنګه كړې او د هغوي ژوند ئې مشكل كړے ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په كوئټه كښې د انسانيت احترام او د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل وفاقي حکومت په وړومبي ځل د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ باضابطه پاليسي جوړوي، علماء کرام او مشائخ عظام دې په جماعتونو٬ مدارسو، امام بارګاهوں، كليسو كښې د انسانيت احترام او د ورورولۍ پېغام عام كړي۔ کنفرنس ته د اقليتونو چارو صوبائي پارلماني سېكرتري خليل جارج، پخواني صوبائي وزير خورشيد روشن بروچه، د صوبائي زکواۃ کونسل ممبر قاري انوارالحق حقاني، علامه هاشم موسوي پشمول نورو علماﺀ كرامو او مذهبي شخصيات هم وېنا وكړه
د مودي انسانيت دښمنه پاليسۍ په منطقه كښې د اړي ګړي او د تفريق سبب جوړېږي٬ هند د نورو مذهبونو په پېروكارو زمكه تنګه كړې۔ پير نورالحق قادري
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت