اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي د پاكستان ميډيا ډويلپمنټ اتھارټۍ په وړاندېزونو پي بي اے، اے پي اېن ايس، سي پي اېن اي،پنځه لويو پرېس كلبونو او صحافتي تنظيمومو سره مشاورت شوے ، د قائمه كمېټۍ غړو سره هم تجويزونه شيئر كړے شوي٬ د اعتراض په صورت په دې كښې بدلون كېدے شي۔ وزير مملكت د زيارت په ورځ د دې خيالاتو څرګندونه اطلاعات او خپرونو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه كښې كړې د كومې مشري چې چيئرمېن جاوېد لطيف كوله۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن، د اطلاعات او خپرونو دفاقي سېكرتري شاهيرا شاهد، د پېمرا چيئرمېن محمد سليم او د صحافتي نتظيمونو عهدېدار هم موجود وو۔ فرخ حبيب ووئيل مونږ د پاكستان ميډيا ډويلپمنټ اتھارټۍ په تجويزونو اډانه فرېم ورك قائمه كمېټۍ ته وړاندې كړے،دا تجويزونه د كمېټۍ غړو او سټيك هولډرز سره شيئر كوٶ ٬ په دې تجويزونو پي بي اے، اے پي اېن ايس، سي پي اېن اي،پنځه لويو پرېس كلبونو او صحافتي تنظيمومو سره مشاورت شوے ۔ د كمېټۍ چيئرمېن جاوېد لطيف ووئيل زمونږ د ټولو مقصد د رياست خيال ساتل دي٬ په پي اېم ډي اے نورو صحافتي تنظيمونو سره مشاورت لپاره ذيلي كمېټۍ جوړوو٬ ذيلي كمېټي دې د ورځې په بنياد غونډې كولو سره مشاورتي عمل ته حتمي شكل وركړي۔(
د پاكستان ميډيا ډويلپمنټ اتھارټۍ په وړاندېزونو پي بي اے، اے پي اېن ايس، سي پي اېن اي،پنځه لويو پرېس كلبونو او صحافتي تنظيمومو سره مشاورت شوے۔ د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون