اسلام آباد 18مارچ(اے پي پي)د قامي اس??بلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي كشمير د پاكستان شه رګ دے٬ پاكستانے اولس د كشميري اولس دړد خپل دړد ګڼي٬ ګرده نړۍ په كشميري اولس د هندي ظلم او زياتي غندنه كوي٬ د هند فاشسټ نظريې او مودي سركار د كشمير پشمول په ټول هند كښې د اقليتونو ژوند اور سپور كړے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د آزاد كشمير پخواني وزيراعظم او د آزاد كشمير د پاكستان تحريك انصاف صدر بېرسټر سلطان محم??د چوهدري سر?? د ??لاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ ملاقات كښې د هېواد په مجموعي سياسي٬ معاشي او امنيتي وضعه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د قامي اس??بلۍ سپيكر ووئيل كشمير د پاكستان شه رګ دے۔ پاكستان ب?? د ??شميري اولس سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان په عمومي اس??بلۍ كښې د كشمير مقدمه په ښه ډول وړاندې كړې٬د پاكستان موجوده حكومت په معاشي او اقتصادي بحرانونو قابو موندلو كښې كامياب شوے۔ اسد قيصر ووئيل د هېواد معاشي اشارې ښه پ??و روانې دي۔ بېرسټر سلطان محم??د چوهدري كشميري اولس لپار?? د ??امي اس??بلۍ سپيكر جذبه ستائيلو سره ووئيل هند د خپلو ناوړه چالو??و د لارې د كشميري اولس د آزادۍ مضبوطه جذبه كمزورې كولې نه شي٬ كشمير د نيمې اوچې وېش يو نيمګړې ايجنډا ده٬ د منطقې امن دې مسئلې سره تړلے دے۔ سلطان محم??د چوهدري ووئيل كشميريان د پاكستان تحريك انصاف سره ژور نظرياتي تعلق لري هغه زياته كړه چې هند له به دا تسليمول وي چې كشمير يوازې د كشميريا??و دے
د هند لخوا په كشميري اولس د روان ظلم زياتي ګرده نړۍ غندنه كوي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر بېرسټر سلطان محمود سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ