اسلام آباد۔3اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د خبريالانو او فنكارانو هېل??ھ انشورنس د وزيراعظم شهباز شريف تاريخي پرېكړه ده ٬ د نواز شريف په دور كښې د هېل??ھ انشورنس کارډ بنياد كېښودلے شو٬ خبريالانو او فنكارانو ته د هلې??ھ انشورنس آساني وركول د دغې لړۍ يوه كړۍ ده٬ مونږ د 15 مياشتو په لنډه موده كښې د خبريالانو خېر ښېګړې له قانون سازي وكړه٬ د نیوز پېپرز ملازمینو تنخاګانو په مد كښې مو 12 كروړه روپۍ ادا ??ړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ د اطلاعاتو او خپرونو وزارت او د اسټېټ لائف انشور??س ترمينځه د خبريالانو او فنكارانو هېل??ھ انشورنس لپاره د مفاهمت په يادښت د لاس ليك دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې وزيراعظم شهباز شريف ٬ د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ٬ د وزيراعظم د معيشت او توان كوارډينېټر بلال اظهر کیانی، د اطلاعاتو وفاقي سېكتر سهېل علي خان ٬ پرنسپل انفارمېشن آفیسر مبشر حسن، چیئرمین اسټېټ لائف انشورنس شعیب جاوید او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې وفاقي وزيرې ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې په اولني ځل د ګرد پاكستان خبريالانو او فنكارانو لپاره د روان كال په مهال بجټ كښې يو ارب روپۍ بېلې كړې شوي دي۔ دې ووئيل دوه اونۍ وړاندې خبريالانو او ميډيا وركرز او يوه اونۍ وړاندې د فنكارانو هېل??ھ انشورنس لپاره رجسټرېشن پېل كړې شو۔ دې ووئيل د نواز شريف په دور كښې د هېل??ھ انشورنس كارډ بنياد كېښودلې شو هم په دغه بنياد خبريالانو او فنكارانو لپاره هېل??ھ انشورنس كارډ جاري كولې شي۔ دې ووئيل وزیراعظم شهباز شریف به د روانې مياشتې په 7 مه نېټه د هېل??ھ انشورنس کارډ اجراﺀ كوي۔ دې ووئيل د هېل??ھ انشورنس لاندې به كارډ لرونكو ته د ان ډور او آؤټ ډور طبي آسانيو په شمول د رېنل سرجری، هارټ سرجری، کارډک سرجری او د نورو سرجريز آسانۍ ترلاسه وي۔ دغسې د دې كار د لارې به اېمبولېنس سروس څخه هم استفاده كولې شي۔ مريم اورنګزېب ووئيل چې هېل??ھ انشورنس سره سره د خبريالانو او فنكارانو د خېر ښېګړې بندوبست هم شوے دے۔ مريم اورنګزېب ووئيل د 15 مياشتو په لنډه موده كښ 12 كروړ روپۍ ريكور كولو سره د نيوز پېپرز ملازمينو تنخاګانو په مد كښې ادا ??ړې شوې او د ميډيا وركرز د جاب سېكورټي په شمول هېل??ھ انشورنس پېل كړے شو۔ وفاقی وزیرې خبريالانو او فنكارانو لپاره د هېل??ھ انشورنس سكيم په كامياب جوړولو د اطلاعاتو وزارت ټولې ډلې مننه وكړه۔
د خبريالانو او فنكارانو هېلتھ انشورنس د وزيراعظم شهباز شريف تاريخي پرېكړه ده ٬ د وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب دستورې ته خطاب
Interesting forest online entertainment official website
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز