اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) پاکستان د هند په غېر قانوني توګه د تسلط لاندې جمو و كشمير حېثيت پحقله د هندي سپريم كورټ پرېكړه په واضح توګه مسترد كولو سره وئيلي دي جمو و كشمير په نړيواله كچه منلې شوې شخړيزه سيمه ده كومه چې د اوو لسيزو نه زياتې مودې راهسې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اېجنډا موجود ده٬ د جمو و كشمير پرېكړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو او د كشميريانو د هيلو له مخې كول دي٬ هند د كشميريانو او د پاكستان خوښې په ضد د متنازعه سيمې حېثيت پحقله د يو اړخيزه پرېكړې هېڅ حق نه لري۔ خارجه وزير د ګل په ورځ په خارجه دفتر كښې د پرېس كنفرنس په مهال ووئيل ??مو و کشمير په نړيواله كچه منلې شوې شخړيزه سيمه ده٬ كومه چې د اوو لسيزو نه د زياتې مودې راهسې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اېجنډا موجود ده۔ ده ووئيل هند د کشميريانو او د پاكستان د خوښې په ضد د دې متنازعه سيمې د حيثيت د يو اړخيزه پرېكړې هېڅ حق نه لري او دا چې پاكستان په جمو و كشمير د هند د آئين بالادستي نه تسليموي۔ نګران خارجه وزير ووئيل هند د هېواد د قانون سازۍ او د عدالتي پرېكړو په بهانه د خپلو نړيوالو ذمه وارو نه لاس په سر كېدے نش??۔ ده ووئيل ?? هند به د غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير په اړه ټول عزائم ناكامه شي۔ ده ووئيل ?? 5م اګست كال 2019 د هند يو اړخيزه او غېر قانوني ا??دا??ات عدالتي توثيق د انصاف د تقاضو منافي دے د كومو بنياد چې په مسخ شوو تاريخي او قانوني دلائلو آډانه دے۔ جليل ??باس جېلاني ووئيل ??ا پرېكړه د كشميريانو د هيلو په ضد ده، چا چې وړاندې د 5م اګست كال 2019 د هند غېر قانوني او يو اړخيزه ا??دا??ات مسترد كړې دي۔ ده په دې خبره زور رواړو چې د رياست بحالي٬ د رياستي اسمبلۍ انتخابات كول يا دا ډول ا??دا??ات د كشميريانو د خپلواكۍ حق متبادل نش?? ګرځېدے۔ نګران خارجه وزير ووئيل ??ا پرېكړه د هند په غېر قانوني قبضه جمو و كشمير كښې د بشري حقونو سنګينو او منظمو خلاف ورزو څخه د نړيوالې ورورولۍ پام نش?? اخوا كولے۔ ده ووېيل ?? پنځم اګست كال 2019 څخه د هند يو اړخيزه او غېر قانوي ا??دا??ات مقصد د هند د غېر قانوني تسلط لاندې دجمو و كشمير آبادياتي ډهانچه او سياسي منظر نامه بدلول دي، كومه چې د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو په خاص توګه په كال 1957 كښې د قرارداد نمبر 122 په جار خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل ??ا ا??دا??ات پاكستان لپاره د تشويس وړ دي ځكه چې د دي حتمي مقصد كشميريان پخپله خاوره په بې اختياره كميونټۍ بدلول دي۔ ده ووئيل ??من او د خبرو اترو ماحول پېدا كولو لپاره به دا ا??دا??ات ختمول وي۔ خارجه وزير جليل ??باس جېلاني ووئيل پاكستان به د هند د غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير اولس ته د هغوي د ناقابل تنسيخ خپلواكۍ حق وركولو لپاره خپله سياسي٬ سفارتي او اخلاقي مرسته دوامداره ساتي۔
پاکستان په مقبوضه جمو و كشمير د هندي سپريم كورټ پرېكړه مسترد كړه٬ هند د كشميريانو او پاكستان د خوښې په ضد د شخړيزې سيمې حېثيت پحقله د يو اړخيزه پرېكړې هېڅ حق نه لري۔ د خارجه وزير جليل عباس جېلاني پرېس كنفرنس
Galaxy Gem Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک