لاهور 15دسمبر(اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي علم او استاذ يو بل سره ژور تعلق لري٬د كتاب لوستلو كلتور ته ودې وركولو لپاره به تحقيقي څانګې ته پام لرنه ك??ل وي٬جديدې ټېكنالوجۍ د تعليم ترلاسه ك??ل آسان كړي۔اروپاﺀ د علم دروازې په بېرته ك??لو د پرمختګ هدف سر كړے۔هغه د جمعې په ورځ ځايې هوټل كښې وړومبي ډاكټر جميل جالبي ادبي ايوارډ دستورې ته خطاب كولو۔ډاكټر عارف علوي ووئيل د كتابونو شوق ډېر ضرورې دے خو د نن په نړۍ كښې دا شوق ډېر كم شوے ٬زمونږ مصروفيات زيات شوي٬د دې په سبب زمونږ كتابونو كښې خوښي لرل كمه شوې٬ ده ووئېل مخ په وړاندې تللو لپاره د تحقيق څانګې ته به پام لرنه ك??ل وي۔ده ووئيل علم وړومبے سينه په سينه په زباني ډول خپور شوے ٬بيا په ديوالونو ليك څخه خپور شو او بيا پرنټنګ پرېس مسلمانانو په استنبول كښې ولګولو او دغسې جديدې ټېكنالوجي تعليم ترلاسه ك??ل آسان كړو٬ ده ووئېل اروپا د علم دروازې په بېرته ك??لو سره د پرمختګ اهداف سر كړي تر څو چې مونږ د دې پيروي ونه كړو وروستو به پاتې يو۔ده ووئيل څوك چې ادبي هلې ځلې كوي٬زه د هغوي ستائنه ك??م او د هغوي هڅو ته لا ودې وركولو ته ضرورت دے ۔ډاكټر عارف علوي تنقيدي سوچ ته وده وركولو كښې د ادب اهميت رامخې ته ك??لو سره په ژوند كښې د همغږۍ په توازن زور راوړو۔ده اردو ادب له د ودې وركولو هڅه وستائېله۔په دې موقع ياسمين حميد له 220;د سوئېلي آسيا منتخب ناظمين”په ترجمه٬خرم شهزاد له په تحقيق او تنقيد او نسيم جعفري له د ماشومانو د اداب لپاره ايوارډز وركړے شول
علم او استاذ يو بل سره ژور تعلق لري٬د كتاب لوستولو كلتور ته ودې وركولو لپاره به تحقيقي څانګې ته پام لرنه كول وي۔ډاكټر عارف علوي
Captain's Treasure Entertainment Platform Website
مضمون کا ماخذ : sorteos da loteria