اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وېنا كښې د كشمير په مسئله، د افغانستان په صورتحال، د غريب هېوادونو څخه په ټوټ كړې شوي دولت او ماحولياتو مدلل او جامع خبرې كړې دي، وزيراعظم د نړۍ په وړاندې د هند فاشسټ څېره بې نقابه كړې. د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وزيراعظم د ورچوئل وېنا ستائنه كولو سره د خالي په ورځ په خپل بيان كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې د وزيراعظم د وېنا څلور بنيادي موضوعات وو، وزيراعظم په دې څلورو واړو موضوعاتو مدلل او جامع خبرې كړې دي. ده ووئيل چې وزيراعظم د نړۍ په وړاندې د هند فاشسټ څېره بې نقابه كړې. وزيراعظم نړۍ ته وئيلي دي چې څنګه په هند كښې د آر اېس اېس په نظريه د مودي فاشسټ حكومت د اقليتونو قتل عام كوي. د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې عمران خان په خپله وېنا كښې نه يوازې د پاكستان، منطقې بلكې د نړۍ د چېلنجونو غوره احاطه كړې ده. ده ووئيل چې وزيراعظم نړۍ ته وئيلي دي چې كه افغانستان يوازې پرېښودل شو نو دا به ټولې نړۍ لپاره خطرناك ثابت شي. ده ووئيل چې وزيراعظم په خپله وېنا كښې د غريب هېوادونو څخه لوټ كړے شوے دولت مالداره هېوادونو ته د منتقل كولو په حوصله شكنې هم زور راوړے. وزيراعظم وئيلي دي چې دې سره د امير هېوادونو په ضد كركه پېدا كېږي. وفاقي وزير ووئيل چې وزيراعظم نړۍ د ماحولياتو بدلون په لړ كښې خپلې ذمه وارې په نظر كښې ساتلو سره د شويو اقداماتو نه خبره كړې. ده ووئيل چې وزيراعظم په څلورو واړو موضوعاتو ډېر مدلل او ژوندې دلائلو سره خپل دريځ وړاندے كړے. ټول قوم وزيراعظم ته مباركي وركوي او ټول پاكستان د عمران خان په شا د قوي دېوال په شان ولاړ دے.
وزيراعظم عمومي اسمبلۍ ته په وېنا كښې د كشمير په مسئله، د افغانستان په صورتحال، د غريب هېوادونو څخه په لوټ كړې شوي دولت او ماحولياتو مدلل او جامع خبرې كړې دي. د اطلاعاتو وفاقي وزير
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا