اسلام آباد۔20جولائی(اے پی پی) د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس د لاسه د سندھ نه وروسته پنجاب كښې تر ټولو زيات كسان مړه شوي دي۔ ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس د لاسه نور 37 كسان مړه شول كومو كښې چې 22 په وېنټيلېټر وو۔ د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر لخوا د جاري كړې شويو شمېره له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې د 2 زره 145 كسانو كووډ-19 ټېسټونه مثبت راغلل۔ دغه مهال په مجموعي توګه د كووډ 40 زره 805 تېسټونه وكړې شول۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې كووډ-19 نه په مجموعي توګه 9 لکھ 21 زره 95 كسان ښه شوي دي۔ بلوچستان او ګلګت بلتستان كښې دا مهال د كورونا كوم رنځور په وېنټيلېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې كووډ۔19 لپاره په بېل كړې شويو وېنټيلېترز 245 رنځوران دي۔ هېواد كښې د اېكټو كېسونو شمېره 49 زره 929 او د ځپليو 9 لکھ 93 زره 872 ده۔ تر دې دمه د دې رنځ له امله ګرد هېواد كښې په مجموعي توګه 22 زره 848 كسان مړه شوي دي۔ ګرد هېواد كښې تر دې دمه د کووډ۔19 ټول 1 کروړ 54 لکھ 84 زره 282 تېسټونه شوي دي۔ بلخوا د کووډ۔19 درملنو له بېلو كړې شويو 639 روغتونونو كښې د 2 زره 896 رنځورانو درملنې روانې دي
د كورونا وائرس نور 2145 كېسونه رامخې ته شول٬ 37 كسان مړه٬ اېكټو كېسونه زياتېدو سره 49,929 ته ورسېدل۔ نېنشل كمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر
مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث