اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) د موسمياتي بدلون دوهمې وزيرې زرتاج ګل وزير وئيلي دي چې اپوزيشن له به د كال 2023 ټولټاكنو ته انتظار كول وي۔ ٬ انقلاب زبردستۍ٬ ټګۍ يا بدتميزۍ سره نه بلكې د ووټ سره راځي، د اپوزيشن او حکومت شپږ ٬ شپږ غړو د ضابطه اخلاق پرېكړه كړې٬ د اسمبلۍ په غونډه كښې اكرم چيمه د سينيټائزر په بوتل ويشتلې شوې چې ورسره ھغه زخمې شوې٬ نون ليګ سپيكر پلو هم څه څيز وېشتې ٶ٬ دوي د شهباز شريف د تقرير په مهال خپله هنګامه كوله۔ د شورو په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې دې ووئيل د سپيكر په امر شپږ غړي او د حكومتي ډلې 6 كسان به په ګډه د ضابطه اخلاق پرېكړه كوي او د دې نه پس دا پرېكړه شوې وه چې مونږ به په خاموشۍ سره د مخالفې ډلې د غړې خبرې اورو او كه يوه خبره ناخوښه وي نو ناستې سره يا په خپل ځائ اودرېدو سره احتجاج كېدې شي او څوك به بلخوا بنچونو پلو نه ځي او زمونږ د اړخ نه به هم څوك بل خوا ته نه شي تللې۔ د مسلم ليګ (ن) غړو د شهباز شريف د تقرير په مهال چغې وهلې۔ دې ووئيل چې دا بجټ اولس دوست٬ غرېب دوست او د كرودندګرو او خواري كښو بجټ دے او د هېواد ټولې طبقې په بجټ ډېرې خوشحاله دي، بايد مونږ په بجټ دليل سره خبره وكړو٬ اپوزيشن چې كوم سوال كوي مونږ به ئې ځواب وركوٶ۔ په ايوان كښې د نننۍ پېښې پحقله د پوښتنې په ځواب زرتاج ګل ووئيل د پاكستان تحريك انصاف غړې اکرم چيمه پخپله چوكۍ ناست ٶ او څنګه چې د شهباز شريف تقرير پېل شو د مسلم ليګ (ن) لخوا ھغه د سينيټائزر په بوتل وويشتې شو چې ورسره ھغه زخمي شو۔ دې ووئيل په ايوان كښې د مخالفې ډلې رويه غېر جمهوري ده۔ دې ووئيل اپوزيشن له به د كال 2023 د انتخاباتو انتظار كول وي٬ انقلاب زبردستۍ٬ ټګۍ يا بدتميزۍ سره نه بلكې ووټ سره راځي۔
اپوزيشن له به د كال 2023 ټولټاكنو ته انتظار كول وي٬ بدلون زبردستۍ٬ ټګۍ يا بدتميزۍ سره نه بلكې د ووټ د لارې راځي۔ زرتاج ګل
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی