واشنګټن۔26 اپرېل(اے پی پی) په امريكا كښې د پاكستان سفير مسعود خان وئيلي دي په ګاونډ كښې د مخاصمانه رويو لرونكو هېوادونو د لاسه پاكستان قوي دفاعي صلاحيتونو ته اړتيا لري۔ ده د قطبي کېرولینا ښار د شارلټ ورلډ افېئر کونسل ترسېوري لاندې راجوړې كړې دستورې’’اېمبېسېډر سرکل سیریز‘‘ په مهال هيله ښكاره كړه چې امريكا به پاكستان سره دفاعي اړيكې روانې ساتي۔ ده ووئيل د امريكې او پاكستان ترمينځه ستراتيجيكي همكاري پاتې شوې٬ زمونږ ترمينځه لوظنامې او ??ختلافات دواړه پاتې شوي خو مونږ د تېرو 7 نيمو لسيز?? په مهال يو بل سره قوي همكاران پاتې يؤ۔ ده ووئيل د ترهګرۍ خطر اوس هم موجود دے ٬ دا ختم شوے نه دے ولې چې امريكا (افغانستان) څخه بېرته راغلې ۔ مسعود خان ووئيل ترهګري نه يواځې پاكستان او ??فغانستان لپاره بلكه منطقه كښې امريكې او ??تحاديانو لپاره هم يو لوئي خطر دے۔ ده ووئيل پاكستان او ??مريكې له به د ټولو سفارتي او نورو سوله ايزو ذريعو د لارې سيمه ايز امن او ??ستحكام لپاره كار كول وي۔ ده ووئيل مونږ له به په غېر عسكري څيزونو تجارت له سرمايه كاري كول وي ا?? په پاكستان كښې د امريكې نېغ په نېغه غېر ملكي سرمايه كاري (اېف ډی آئی) به زياتول وي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د پاکستان او ??مریکې ترمينځه مضبوطې اړيكې موجود دي٬ پاکستان نه يواځې د پوځ په محفوظه توګه ويستلو بلكې د 75 زره افغان وګړ?? په نقل مكانۍ كښې د امريكې مرسته كړې۔ پاكستاني سفير په دې خبره رڼا واچوله چې امريكائي وېنچر کیپیټلسټس ټیک سټارټ اپس ته فنډز وركوي او نزدې 80 امریکائي كمپنۍ په كومو كښې چې زياتره فارچیون 500 دي ٬ پاكستان كښې ګټورې منصوبې روانې ساتلې دي۔ د هېواد د سېلګرۍ صلاحيت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د سېلګرۍ بېل قسمونه دي په كومو كښې چې اېډونچر، مذهبي او ماحولیاتی سېلګري شامله ده كومه چې د ګردې نړۍ د لكھون?? په شمېر سېلانيان راغب كوي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده د انفارمېشن ټېکنالوجي (آئی ټی) ، اے آئي ، بلاک چینر، روبوټکس، تھری ډی پرنټنګ او ?? ټېک سټارټ اپس په شمول نوې ټیکنالوجیز كښې د همكارۍ مضبوطول?? په حاجت زور راوړلو سره ووئيل ټېک اسټارټ اپس امریکا، پاکستان او منطقې لپاره د كاروبار نوې موقعې رامخې ته كوي۔
په ګاونډ كښې د مخاصمانه رويو لرونكو هېوادونو د لاسه پاكستان قوي دفاعي صلاحيتونو ته اړتيا لري ٬ په امريكا كښې د پاكستان سفير مسعود خان دستورې ته خطاب
Win Win Win Entertainment Official APP
مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج