اسلام آباد 24 مئی (اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د تجارت وزارت سره تړلو ادارو كښې سپيځلتيا لپاره د درېو كالو آډټ رپورټ غوښتے دے ۔د تجارت وزارت جاري اعلاميې له مخې د دې اقدام مقصد سپيځلتيا زياتول او محكمې ځواب وركونكې جوړول دي٬د دې محكمو يا كسانو په ضد به سخته كاروائي كولې شي كوم چې اولسي فنډز كښې بې ضابطګيو يا غلط كارولو مرتب شوي۔د تجارت وفاقي وزير جام كمال ووئيل دا اقدام اولسي خذمت كښې مالي س??لمتيا او ځواب وركولو لپاره د حكومت عزم ښكاره كوي۔د تجارت وفاقي وزير ووئيل دا ګام په مبينه توګه بېلو ادارو كښې د بې ضابطګيو په ګوته كولو په اړه د مختلف درخواستونو ترلاسه كېدو نه پس اخستلے شوے ٬ چې د كومو ادارو نه آډټ رپورټس غوښتلې شوي په هغې كښې ټریډ ډویلپمنټ اتھارټی آف پاکستان ټری??نګ کارپوریشن آف پاکستان، سټیټ لائف انشورنس کارپوریشن آف پاکستان،نیشنل انشورنس کمپنی لمیټډ پاکستان، ری انشورنس کمپنی لمیټډ، تجارتی تنازعات حل تنظیم ایکسپو سنټر لاهور،نیشنل ټیرف کمیشن،ډائريكټورېټ جنرل آف ټریډ آرګنائزیشنز، پاکستان انسټی ټ??وټ آف ټرېډ اینډ ډویلپمنټ ،پاکستان ارټیکلچر ډویلپمنټ اینډ ایکسپورټ کمپنی، انټلیکچوئل پراپرټی آرګنائزیشن آف پاکستان ،ایکسپورټ ډویلپمنټ فنډ،ټیکسټائل کمشنر تنظیم ، پاکستان کاټن اسټینډرډز انسټی ټ??وټ او نورې شاملې دي
وفاقي وزير جام كمال خان د تجارت وزارت سره تړلو ادارو كښې سپيځلتيا لپاره د درې كالو آډټ رپورټ وغوښتو
Hot pot entertainment official entrance
مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena