اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي قائداعظم محمد علي جناحؒ يو ستر لارښود او ذهانت او فراست لرونكے عظيم شخصيت ؤ٬ هغه خپل اعلی کردار،مستقل مزاجۍ او هلو ځلو سره د نيمي اوچي مسلمانان په يو پليټ فارم جمع كولو سره هغوي ل??ار?? د يو جلا هېواد ترلاسه كولو هلي ځلي پېل كړې او د نيمي اوچي مسلمانانو ل??ار?? يۍ د دوه قومي نظريے په بنياد د پاکستان جوړولو له عملي شكل وركړو۔ د سېنېټ سېکرټرېټ له مخې د بابائے قوم قائداعظم د زيږدني ورځې په موقع په خپل خصوصي پيغام كښې سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د پاکستان جوړول د قائد اعظم د هڅو نت??جه ده،ټول قوم د پاکستان د باني خذماتو ته پيرزوئنې وړاندي كوي او ټول عمر به د هغه احسانمند وي۔ قائد اعظم د قوم تقدير بدلولو ل??ار?? د اتحاد، ايمان او نظم و ضبط په څير د لارښودنې اصول وضع کړي،د پاکستان جوړولو تحريك ل??ار?? هغه په مړانه مقابله كړې او د هغه وخت سپر پاور هغه ته سر ټيټ كړے۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د پاکستان د باني تعليماتو اهميت د موجود ه دور مسئلې پام كښې نيولو سره نو هم زيات شوے دے٬ د هېواد د مسئلو لويے سبب دا هم دے چې مونږ د هغه تعليمات هير كړې دي۔ ده ووئيل مونږ له به د پاكستان دمؤسس په رهنما اصولو عمل کولو سره خپل سباؤن ل??ار?? هر ډول اختلافات هيرول او جمهوري رويو له وده وركول وي۔ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دې مونږ له د قائد اعظم ؒ په نقشِ قدم د تللو او د هېواد تعمير او پرمختګ ل??ار?? په ګډه د كار كولو توفيق راكړي۔
قائداعظم د نيمي اوچي مسلمانان په يو پليټ فارم جمع كولو سره هغوي له د جلا هېواد ترلاسه كولو هلي ځلي پېل كړې: د سېنېټ چيئرمېن
Life Spin Reliable Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو