اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) خارجه وزير بلاول به??و زرداري د المان خارجه وزيرې اينالينابيرباك سره د زيارت په ورځ په ټيليفون خبرې كړي. دواړو خارجه وزيرانو په دوه اړخيزه اړيكو او سيمه ايز صورتحال خبرې كړې. د خارجه دفتر وياند لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي خارجه وزير د خبرو په مهال ووئيل پا??ستان المان سره په دوه اړخيزه او د اروپائي اېتلاف په تناظر كښې خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او بايد په ټولو څانګو كښې اړيكو ته پراختيا وركړې شي. خارجه وزير ووئيل پا??ستان او المان قوي اقتصادي روابط لري او بايد د دې لا قوي كولو لپاره هڅې وكړې شي. ده د موسمياتي بدلون په اړه په دوه اړخيزه اړيكو كښې خوښې او د موسمياتي بدلون د مخ نيوي سائنسي ادارو د كار استعداد كښې زياتوالي له د پا??ستان خوښي ياده كړه. خارجه وزير د جي اېس پي پلس په اړه د المان د پرله پسې ملاتړ ستائنه هم وكړه. خارجه وزير بلاول به??و زرداري د افغانستان د صورتحال په تناظر كښې ووئيل پا??ستان په انساني بنيادونو د انخلا سهولت وركوي. خارجه وزير د سنګينو انساني او معاشي بحرانونو په تناظر كښې د اف??ان اولس ژوند او د معاش تحفظ لپاره د نړيوالې ادارې لخوا د مرستې اضافې په ضرورت زور راوړو او افغانستان سره ئې د المان د انساني مرستې اعتراف وكړو. خارجه وزير د المان خارجه وزيرې ته د پا??ستان د??رې كولو بلنه هم وركړه د كومې جې د المان خارجه وزيرې مننه وكړه او دغسې هغې هم خارجه وزير بلاول به??و زرداري ته د المان د??رې بلنه وركړه. په دې مهال دواړو وزيرانو د رابطو په جاري ساتلو اتفاق هم وكړو.
د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د المان خارجه وزيرې سره ټيليفونې خبرې
No communication speed baccarat login entrance
مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل