استنبول۔22اکتوبر(??ے پی پی) د اطلاعاتو وفاقي وزير مريم اورنګزېب وئيلي دي پاكستان تركيه سره په ګډه سكرين ټورازم معارفي كولو كښې خوښي ل??ي٬ د تركيه فلم ساز د پاكستان د سېلګرۍ په ښائسته سيمو كښې فلم بندي كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د تركيه د كلتور او سېلګرۍ دوهم وزير احمت مصباح او د ترکیه د ف??می صنعت پلاوي سره د ملاقاتونو په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزيرې په تركيه كښې كېدونكي فلم فېسټيول كښې د پاكستاني فلمونو د نندارتون اعلان هم وكړو۔ د تركيه دوهم وزير سره خپلو خبرو كښې مريم اورنګزېب ووئيل د پاكستان په پرمختګ كښې د تركيه كردار د هېرولو نه دے٬ دواړه هې??اد??نه دوه اړخيزه ژورې اړيكې ل??ي٬ پاكستان تركيه سره په ګډه سكرين ټورازم معارفي كولو كښې خوښي ل??ي٬ د سكرين ټورزم د لارې دواړه هې??اد??نه خپل خپل كلتوري تنوع او قدرتي ښكلا په نړيواله كچه رامخې ته كولې شي۔ دې ووئيل د سېلګرۍ څانګې پرمختګ له به مونږ د تركيه تجربو څخه استفاده كوؤ۔د تركيه د ف??م انډسټرۍ پلاوي سره خبرو كښې مريم اورنګزېب ووئيل په پاكستان كښې جوړ شوي درې نوي فلمونه په فلم فېسټيول كښې وړاندې كېدې شي۔ دې ووئيل د 1970 په لسيزه كښې پاكستان د نړۍ درېم فلم جوړونكے لويے هېواد وو۔ دې ووئيل په كال 2008 كښې په فلمي صنعت يو وارې بيا كار ??ېل شو۔ په دې موقعه د تركيه د كلتور دوهم وزير ووئيل تركيه به پاكستان سره د سېلګرۍ په څانګه كښې هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ د تركيه د ف??مي صنعت پلاوې په خپلو خبرو كښې ووئيل ترکیه كښې موجود د هالېنډ ٬ تركيه او فرانس تر ټولو غوره كمپنۍ پاكستان سره فلم پروسسېنګ لېب تكنيكي مرسته كولې شي۔(MWA/MWA/1604)
پاكستان تركيه سره په ګډه سكرين ټورازم معارفي كولو كښې خوښي لري٬ د تركيه فلم ساز د پاكستان د سېلګرۍ په ښائسته سيمو كښې فلم بندي كولې شي٬ مريم اورنګزېب
Jade Blackjack Game Cards Online Entertainment
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق