اسلام آباد۔27دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې 27 دسمبر 2007ء د اولس د محبوبې مشرې د شهادت نه هېرېدونکې ورځ ده، هېواد، اولس او جمهوريت لپاره د تاريخي خذماتو پ?? وړاندې كولو ??حترمې بېنظير بھټو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوؤ۔ محترمه بېنظير بھټو د جمهوري او سياسي ستړو روښانه علامت ده۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم د دفتر د ميډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د شهيدې محترمې بېنظير بهټو د تلين په موقعه هغې ته د عقيدت مراتب وړاندې كړل۔ وزيراعظم ووئيل بېنظير بهټو د جمهوري او سياسي مبارزې يو روښانه علامت دے چا چې د خلکو د حقونو پ?? مبارزه کښې خپل ځان شهيد كړو۔ ده ووئيل چې 27 دسمبر 2007ء د اولس د محبوبې مشرې د شهادت نه هېرېدونکې ورځ ده۔ وزيراعظم ووئيل د اسلامي نړۍ اولنۍ مېرمنې وزيراعظمې بېنظير بھټو ژوند د پرله پسې مبارزې يو پ?? زړه پ??رې داستان دے ٬ هېواد، ولس او جمهوريت لپاره د تاريخي خذماتو پ?? ترسره كولو ??حترمې بېنظير بھټو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوؤ۔ د آئین سرلوړۍ او د آمريت په ضد د هغې بېباكه عزم او مضبوط سياسي تحريك د تاريخ د وياړ وړ او زرين باب دے۔ ده ووئيل لارښود نواز شريف او محترمې بېنظير بھټو هېواد او اولس ته د ميثاق جمهوريت يوه تاريخي ډالۍ وركړه٬ د هېواد په سياست كښې يۍ د يو نوي دور پېل وكړو٬ میثاق جمهوریت زمونږ د لارښودو د سياسي بصيرت يوه تاريخي كارنامه ده چې ورسره په پاكستان كښې د يو نوي سياسي كلتور او روايت پېل شوے۔ ده ووئيل محترمې بېنظير بھټو د ترهګرۍ په ضد ښكاره دريځ خپل كړو۔ ده ووئيل د محترمې بېنظير بھټو شهادت د ترهګرۍ په ضد د پاكستان د مضبوط عزم ثبوت دے۔ وزيراعظم ووئيل بېنظير بھټو د هېواد د دفاع مضبوطيا ٬ د آئيني ادارو تقويت او سماجي خېر ښېګړې لپاره پرله پسې خذمات ترسره كړل۔ ده پخواني اولس مشر آصف علي زرداري ٬ بلاول بھټو زرداري او د شهيدې بېنظير بھټو ټولو ??سماندګانو سره خواخوږي ښكاره كولو سره دعا وكړه چې پاك پروردګار ارواښادې ته لوړې درجې او غمجنې كورنۍ ته د صبر او زغم توفيق وركړي۔
هېواد ٬ اولس او جمهوريت لپاره د تاريخي خذماتو په ترسره كولو محترمې بېنظير بھټو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوؤ٬ وزيراعظم شهباز شريف
Hot Pot Chili Award APP Game Platform
مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج