لندن 13 جنوري (اے پي پي) د منصوه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي ټولټاكنې به د نوې سر شمېرۍ له مخئ په ټاكلي وخت كېږي٬ پاكستان د سياسي عدم استحكام متحمل كېدې نشي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده جمعې په ورځ په لندن كښې پرېس كن??رن?? ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ ده ووئيل د هېواد بهترۍ لپاره به يو كېدل وي، معاشي بهترۍ لپاره به برآمدات په تندۍ سره زياتول وي، حکومت د ټولو څانګو بهترۍ لپاره اقدامات كوي۔ ??ه ووئيل عمران ??ان ?? خپله لاسه حكومت ختم كړے چې مونږ پرې خوشحاله يو، په سياسي کرتبونو به الېكشن نه كېږي٬ الېكشن به په خپل وخت كېږي۔ ??حسن اقبال ووئيل پاكستان دا مهال سخت صورتحال سره مخ دے٬ د سېلاب له امله د زيان ??ندازه 16 اربه ډالره لګولې شوې ٬ دوست هېوادونه د مرستې اعلان كوي٬ ده ووئېل په جنيوا كن??رن?? كښې ګردې نړۍ پاكستان سره د يووالي څرګندونه كړې او د لس اربه ډالرو د مرستې اعلان ??وے۔ ده ووئيل پاكستان كښې داسې خلق شته چي پرله پسې د ډيفالټ خبرې كوي٬ د سخت وخت نه تېرېږو خو د اكانومي د ډيفالټ كېدو هېڅ خطر نشته٬ ده ووئېل د ډيفالټ خبرې كونكې د پاكستان دښمن كوي، سياست به بيا وكړو ورومبے هېواد د بحران نه رابهر كول دي
ټولټاكنې به د نوې سر شمېرې له مخئ په ټاكلي وخت كېږي٬ پاكستان د سياسي عدم استحكام متحمل كېدې نشي ۔ د وفاقي وزير احسن اقبال پرېس کنفرنس
Red Line Sprint APP Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا