کاکول ۔۔29اپرېل(اے پی پی) د پوځ سرلښکر جنرال سيد عاصم منير وئيل?? دي چې ترهګر او د هغوي تسهيل کوونکي په هېواد کښې هېڅ ځاي نه لري، د امن لپاره هڅې بايد کمزوري و نهګرځولے شي، دهېواد دفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتؤ يؤ ، د كشمير مسئلې عادلانه او سولييز حل نه غې?? به سيمه اييز امن مبهم پاتې وي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د خالي په ور?? په پي اېم اے كاكول كښې پاسنګ آؤټ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده وئيل د رياست محور پاكستانې اولس دے ٬ د اولس حفاظت او سلامتيا نه زيات مقدس بل هېڅ څيز نشته۔ ده ووئيل اولنۍ او مهمه ذمه واري رياست سره وفاداري او پوځ ته سپارلي شوي كردار سره تړون دے٬ ده ووئيل دښمن د اولس او پا?? پوځ ترمينځه د خلا پېدا كولو هڅې كوي ٬ د اولس او پا?? پوځ ترمينځه تړون به ټول عمري له په ځايې ساتلې شي۔ ده ووئيل پا?? پوځ خپل فرض ترسره كولو له هر وخت چمتو دے۔ پا?? پوځ قومي عزم ٬ د پروردګار په وعده باور لري او د هغه اطاعت كوؤنكے دے۔ د پا?? پوځ سرلښكر د قرآن مجيد د سورة بقرې آيت كريمه تلاوت كړو چې ترجمه يۍ دا ده “څومره ځله داسې شو?? دي چې د پاك پروردګار په حكم كم قوت زيات قوت ته ماتې وركړې”۔ ده ووئيل په افغانستان كښې استحكام زمونږ سلامتيا لپاره ډېر مهم دے۔ ده ووئيل مونږ د تېرو 5 لسيزو څخه د افغان كډوالو كوربتوب كوؤ۔ ده ووئيل هندي ځواكونه مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو ظلمونه كوي او كشميريان آزادۍ لپاره بې شمېره قربانۍ وركوي۔ د پوځ سرلښکر وويل مونږ به د خپلو کشميري وروڼو سياسي، اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتؤ۔ پاکستان به تل د کشمیر د خلکو سره د دوی د بنیادي بشري حقونو او د خود ارادیت حق لپاره په تاریخي مبارزه کښې ولاړ وي. نړيواله ټولنه بايد په دې پوه شي چې د كشمير مسئلې د منصفانه او پرامن حل نه پرته به سيمه ايز امن تل مبهم پاتے وي۔آرمي چيف پاس آؤټ شويو كېډټس ته مباركي وركړه او هغوي لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔(
ترهګر او د هغوي ملاتړ كوؤنكي په هيواد کښې هيڅ ځاي نه لري، امن لپاره زمونږ هڅې دې کمزوري و نه ګرځولې شي، دهيواد دفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو يؤ، د كشمير مسئلې د منصفانه او سولييز حل نه پرته به سيمه ايز امن تل مبهم پاتے وي٬ د پوځ سرلښكر جنرال عاصم منير
Kirin's Way Online Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo