اسلام آباد 22مئی(اے پی پی)قامي اسمبلۍ د يو متفقه قرارداد منظوري وركړې چې پكښې په 9 مئي د رامخې ته شوو پیښو سخته غندنه كولو سره ??اك پوځ سره د يووالي او ملاتړ څرګندونه شوې۔د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف قرارداد وړاندې كولو كښې ووئېل دا ايوان په 9 مئي 2023 د هېواد په ځينو برخو ??ښې د رامخې ته شوو زړه خفه كوونكو ٬د شرم وړ پیښو كومو سره چې قامي تشخص داغدار شوے غندنه كوي او دا ايوان د پاكستان په وسله والو ځواكونو د بشپړ باور سره سره هغوي سره د يووالي او ملاتړ څرګندونه كوي او پخلے كوي چې 9 مئي به د تورې ورځې په توګه لمانځلے شي٬دا ايوان غوښتنه كوي چې هغه ټول كسان كوم چې د راپارولو په منصوبه سازۍ ٬سهولت كارۍ يا اور لګولو٬پوځي تنصيبات سره سره په سركاري او نجي املاك بريدونو كښې ككړ دي د هغوي په ضد دې د هېواد د موجوده قوانين پشمول د ترهه ګرۍ مخ نيوي ??يك?? 1997 ??يك?? 1952 ??يك?? او پاكستان پينل كوډ 1860 له مخې مقدمات جوړ كړے شي۔دا ايوان هدايت كوي چې ټو?? اړوند چارواكي دې د سوشل مېډيا په قواعد او ضوابط عملدرآمد وكړي دغسې چې د هېواد د ادارو په ضد د پاكستان دننه او بهر څخه د پروپیګنډې په سختۍ سره مقابله وكړې شي دغسې چې په پروپيګنډه كمپائن كښې ككړو كسانو په ضد د قانون له مخې سخته كاروائي وكړې شي۔ ۔قرارداد كښې وئېلي شوي مونږ د موجوده جيو سټريټجك صورتحال له مخې قامي اتحاد٬همغږۍ او سماليت لپاره د خپل عزم پخلے كوو او د هېواد غېر مستحكم كولو هڅه كوونكي ټول رياست مخالف عناصر مسترد كوو٬د ټولو سياسي مسئلو حل تل پارليماني او د جمهوري اصولو په دائره كښې پاتې كېدو سره پكار دے او د رياستي ادارو٬سركاري او د نجي املاك په ضد تشدد د قبلولو وړ نه دے۔دغسې قامي اسمبلۍ د قرارداد په يوه خله منظوري وركړه۔
په قامي اسمبلۍ كښې په 9مئي د رامخې ته شوو پېښو غندنې له قرارداد منظور كړے شو
Medusa Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔