اسلام آباد۔8اګست (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د ميجر طفيل محمد شهيد (نشان حيدر) 66 مې شهادت ورځې په موقع شهيد ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلې دي بېشكه چې د شهيدانو قربانيو په سبب نن مونږ په خپلواكه فضاګانو كښې ساه اخلو۔ د زيارت په ورځ د قامي اسمبلي سيکرټريټ نه جاري بيان تر مخه د ميجر طفيل محمد شهيد په 66 مه د شهادت ورځ په مهال خپل پېغام كښې سپيکر ووئېل ميجر طفيل په 1958 كښې لکشمي پور كښې د دښمن په ضد په نره جنګېدو په مهال د خپل سر قرباني وركړه، د هغه د ځانګري شجاعت په اعتراف كښې هغه له د هېواد تر ټولو اعلې عسکري درناوے نشان حيدر وركړے شو ،ټول قام د ميجر طفيل محمد په 66 مه د شهادت په ورځ هغه ته سلام كوي ،قام پخپلو نرانو زامنو وياړ لري۔ ده ووئېل د پاک پوځ د مورني هېواد لپاره وركړې قربانۍ به بے ځايه تلو له ورنه كړې شي ،د شهدا قربانۍ د اتحاد ،اخوت او ورورولۍ درس وركوي۔دغسې سپيکر د لوي څښتن څخه د شهيد ميجر طفيل محمد شهيد لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه
د قامي اسمبلي سپيكر سردار اياز صادق د ميجر طفيل محمد شهيد (نشان حيدر) په 66 مه د شهادت ورځ په موقع شهيد ته د عقيدت پېرزوئنې
مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II