اسلام آباد۔25 فروری(اے پی پی) د ایتھوپیا د خارجه چارو وزير مملكت رضوان حسېن راميتو وئيلي دي پاكستان كښې د ايتھوپيا يو سفير تعينات كولې شي او د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي اړيكو ښه كولو لپاره به ډېر زر پاكستان كښې د ايتھوپيا يو سفارت پرانستلے شي۔ د دې خي??لاتو څرګندونه هغه د اسلام آباد چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري دورې په مهال سوداګرې ورورولۍ ته خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل د ایتھوپیا او پاکستان ترمينځه د پروازونو په بحالۍ هم غور روان دے ۔ هغه ووئيل ایتھوپیا 80 فیصده دارګان درآمد كوي ځكه دا د پاكستان فارما څانګې سرمايه كارو لپاره يوه ښه موقعه ده چې هغوي په ایتھوپیا كښې جوائنټ وېنچرز كولو لپاره د ما??كيټ ضروريات ترسره كولو سره افريقائي هېوادونو ته خپل دروګان برآمد كړي۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې د اسلام آباد چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري صدر محمد شكيل منېر ووئيل پاكستان تجارت او برآمدات ته وده وركولو له په افريقائي سيمه كښې خصوصي خوښي لري ولې چې افريقا يو لويې ما??كيټ دے ۔ هغه ووئيل پاكستان ایتھوپیا سره نزدې اړيكو جوړولو سره تر افريقائي ما??كيټ رسنه ترلاسه كولې شي۔ هغه ووئيل پاكستان ایتھوپیا ته ما??بل او ګرېنائټ، سېمنټ، او د څرمنې جوړ څېزونه ، وريژې ٬ د لوب?? سامان او نور يو شمېر مصنوعات برآمد كولې شي۔ هغه ووئيل پاكستان كښې د ایتھوپیا سفارت پرانستل د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي او اقتصادي اړيكو ته وده وركولو له زيات ضروري دے
تجارتي اړيكو ښه كولو لپاره به ايتھوپيا پاكستان كښې خپله سفارتخانه پرانيزي٬ د ايتھوپيا د خارجه چارو وزير مملكت رضوان حسېن راميتو د اسلام آباد چېمبر آف كامرس دورې په موقعه سوداګرې ورورولۍ ته خطاب
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے بہترین ٹکٹ