اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) د سېنېټ د بشري حقونو لپاره د سېنېټ فنكشنل كمېټۍ غونډه د چيئرمېن سناتور مصطفےٰ نواز کھوکھر په مشرۍ كښې وشوه۔ په دې موقع ده ووئيل تعليم د زيات اهميت وړ څانګه ده او د هېواد او قام روښانه سباٶن هم دې سره تړلے دے خو د كرونا وبا له امله دا څانګه زياته ځپلې شوې ۔ غونډې ته د وېنا په مهال نورو غړو ووئيل د كرونا وبا له امله مسئلې رامخئ ته شوي چې پكښې د تعليم څانګه زياته ځپلې شوې، په دې صورتحال كښې تعليمي ادارو ته زيات وسائل وركول پكار دي٬ د اېچ اي سي مهمو منصوبو لپاره فنډز ايسار كړے شوے، د تعليم معيار ښه كولو او د منصوبو بشپړېدو لپاره دې فنډنګ باوري كړے شي۔
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria