اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د صنعت او پيداوار وفاقي وزير سيد مرتضيٰ محمود د پاکستان او انډونيزيا ترمينځه په صنعتي او اقتصادي مرسته خبرو اترو له د 12 نه تر 14 جون 2022 د جکارته په سرکاري دوره دے۔ د ګل په ورځ ترلاسه شوې خبرپاڼه كښې وئيلي شوې چې په 13 جون 2022 هغه د انډونيزيا خپل همڅنګ آګس ګوميوانګ کارتاسميتا، د تجارت وزير محمد لطفي او بحري او سرمايه كارۍ چارو کوآرډينيټنګ وزير لوهت بنسر پنجيتان سره ملاقات کړے۔ د پاکستان او انډونيزيا ترمينځه قوي تاريخي او ورورولۍ اړيكو رامخې ته كولو سره د انډونيزيا وزير صنعت سره ملاقات كښې ده د پاکستان صنعتي څانګې په اړه خبر كړو او د دواړه هېوادونو ترمينځه د ممکنه مرستې څانګې ئې په ګوته كړې چې پكښې اېس اېم ايز، صنعتي جوائنټ وينچرز، غير ملکي صنعتونو روايتي څانګي ، سيلګرۍ او زراعت شامل دي۔ د انډونيزيا د تجارت وزير سره د ملاقات په مهال وفاقي وزير د دواړه هېوادونو ترمينځه تجارتي او اقتصادي مرستې ته ودې وركولو د پاکستان د خواهش څرګندونه وكړه۔ ده پاکستان او انډونيزيا ترمينځه تجارت كښې عدم توازن او په دې لړ كښې مخنيوي لپاره په ګډه كار د كولو په حاجت زور راوړو۔ وفاقي وزير سيد مرتضيٰ محمود د ميري ټائم او سرمايه كارۍ چارو رابطه کار وزير سره هم ملاقات کړے. په دې مهال سيد مرتضيٰ محمود پاکستان كښې په بيلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ په امکاناتو او سي پيك خصوصي اقتصادي زونز څخه په رامخې ته شوې موقعو رڼا واچوله او د انډونيزيا سوداګرو او صنعت کارو له ئې په پاکستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه
د صنعت او پيداوار وزير سيد مرتضيٰ محمود د انډونيزيا دوره،د انډونيزيا د صنعت وزير سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لائیو ڈرا