اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق وئيلي دي چې د پاکستان عزت، وقار او د ګټو تحفظ لپاره د هېواد ټول سياسي قوتونه يو موټې دي٬ پارلمان كښې موجود ټول سياسي ګوندونه ايران سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري٬ پاكستان ايران سره د ورورولۍ خپلو تاريخي اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او پارلماني او اقتصادي روابطو ته په وده وركولو كښې خوښي لري٬ ده د ايران صدر سيد ابراهيم رئيسي د پاكستان دوره خوشبينه ګرځولو سره د دې باور څرګندونه وكړه چې صدر ريئسي د پاكستان دوره به نه يوازې د وروڼو اسلامي هېوادونو اړيكو كښې اضافه وكړي بلكې د ده دا دوره به په نورو هېوادونو هم ښه نتيجې مرتب كړي۔ سپيكر دا خبرې د ګل په ورځ د پاكستان په دوره راغلې د ايران صدر سيد ابراهيم رئيسي سره خپل ملاقات كښې كړې۔ په دې موقع د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوې۔ په دې موقع د قامي اسمبلۍ غړي سيد نويد قمر، عون چوهدري ، ملک محمد عامر ډوګر، نور عالم خان، صاحبزادہ حامد رضا، خالد حسېن مګسي، چوهدري سالك حسېن ، ډاکټر طارق فضل چوهدري سره سره د ايران پلاوي هم موجود ٶ
پارلمان كښې موجود ټول سياسي ګوندونه ايران سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري۔ د سپيکر سردار اياز صادق د ايران صدر سره په ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : گرم گرم