اسلام آباد 01 اپریل (اے پی پی) د وزیراعظم د قامي سلامتیا صلاحكار ډاكټر معید یوسف وئيلي دي په موجودہ دور كښې امنيتي ماحول او د سکیورټي چیلنج مخنيوي لپاره پراخه سوچ ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د جمعې په ورځ ”اسلام آباد سکیورټي ډائیلاګ” ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل تير كال اسلام آباد كښې د سکیورټي ډائیلاګ منظوري وركړې شوې وه،په يو كال كښې دننه په دې ډير پیشرفت شوے او د نړۍ صلاحيت لرونكې كسان په دې خبره كولو له موجود دي۔ ده ووئېل دا د اسياﺀ سکیورټي يو فورم دے چې پكښې د اسياﺀ 7 هېوادونو نېشنل سکیورټي ایډوائزرز برخه اخلي۔ نېشنل سکیورټي ایډوائزرز پلیټ فارم موجود دے او دا جاج اخلي چې څه ډول د يو بل سره په امنيتي چارو مرسته كولې شو۔نن سبا د دې بنيادي فوکس په اکنامك سکیورټي ، امن او مرستې ته دے او دغه خبره بيا بةيا پاکستان هم كوي ، ده ووئېل وزیراعظم د پاکستان خبره هم كوي او كله چې مونږ د جیو اکنامکس د امن خبره كوو نو د دې مقصد دا دے چې ټول هېوادونه زمونږ سره کوآپریشن څنګه كولې شي۔ده ووئيل داسې فورمز كښې زياتره د نړۍ آفیشلز خبره كوي خو مونږ يو آفیشلز او انټیلیکچوئلز راجمع كړي،د دې وجه دا ده چې څه ډول سکیورټي ماحول او سکیورټي چیلنجز سره نړۍ مخ ده په دې كښې پراخه سوچ ته اړتيا ده۔
په موجودہ دور كښې امنيتي ماحول او سکیورټي چیلنج مخنيوي لپاره پراخه سوچ ته اړتيا ده ۔ د وزیراعظم د قامي سلامتیا صلاحكار ډاكټر معید یوسف ”اسلام آباد سکیورټي ډائیلاګ ” ته وينا
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی