اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې هېواد كښې د كروندګرو آمدن 73 فیصده زيات شوې ، ورلډ بینك د پاکستان د معاشي پرمختګ شرح 5.37 فیصده ښودلې ده، زمونږ حكومت ته څلور بحرانونه په ورثه كښې ترلاسه شوې،مونږ په هغې قابو موندلو كښې بريالې شوې يو، په کورونا په كاميابۍ سره قابو موندلو سره به اوس په ګرانۍ هم قابو ومومو، د ګرانۍ تر ټولو لوئ اثر په تنخادار طبقه پريوتې ، محصولات كښې زياتوالې سره سره به د هغوي تنخاګانې هم زياتولې شي، قرارداد مقاصد كښې د پاکستان د اسلامی فلاحی ریاست جوړولو تصور وركړې شوې ؤ، مونږ هم په هغه لاره روان يو،د کورونا 5مې چپې په مهال به کاروبار په بشپړه ډول نه شي بندولې۔ د اتوار په ورځ ” ستاسو وزيراعظم ستاسو سره ” كښې د بيلو پوښتنو ځوابونه وركولو سره وزیراعظم ووئيل زه په پارلمان كښې د پوښتنو ځواب وركول غواړم خو هلته این آر او غوښتونكې شور كوي او ما خبرې ته نه پريږدي۔ده ووئيل ما په ورځپاڼه كښې يو آرټیکل ليكلې په كوم چې وئيلي شوې چې د دين په شا پټيږي، سياست ته راللو څخه وړاندې لوے څښتن ما له ډير څه راكړې ؤ دغسې نورو سياستمدارو سیاست ته راتللو څخه وړاندې څه هم نه پيژندل ، 25 كاله وړاندې ما د اسلامی فلاحي رياست منشور سره سياست پيل كړې ، ما چرې نه دې وئيلي چې هېواد به ایشیئن ټائیګر جوړوم۔ده ووئيل تر څو چې د هېواد جوړيدو په مقصد نه يو روان شوې ، کامیابيدې نه شو۔ده ووئيل هېواد كښې ښه خبريالان هم شته خو ځينې خبريالان په اولس كښې مايوسي خپروي، ګراني يوه نړيواله مسئله ده، كله چې مونږ اقتدار سنهبال كړو نو کرنټ اکاؤنټ خسارہ 20 اربه ډالره وه چې له امله ئې ټول فشار د روپۍ په قدر ؤ ، دويمه مسئله د كورونا په وجه د څيزونو سپلائي كښې كمې سره ګراني زياته شوې ، د دې په نتيجه كښې يواځې پاكستان نه دې ځپلې شوې ، د نړۍ پرمختللي هېوادونه هم د دې په نتيجه كښې ځپلې شوې دي، کورونا د روانې پيړۍ لويه وباﺀ وه ، زمونږ اقدامات په وجه د نړۍ درې کامیاب هېوادونو په فهرست كښې شامليدل دي۔ ده ووئيل د کورونا په 5مه چپه به هم قابو ومومو۔ صدارتی نظام په اړه ده ووئيل ما په اول كښې قام ته وينا كښې وئيلي ؤ چې د هېواد لويو غلو سره به كوم مفاهمت او سمجھوته نه كوم ، زه د دې مافیا په ضد سیاست كښې راغلې يم، كوم چې د این آر او لپاره بلیك ميلنګ كوي۔ده ووئيل ورلډ بینك د پاکستان د معاشي پرمختګ شرح 5.37 فیصده ښودلې ده۔ده ووئيل هېواد كښې د كروندګرو آمدن 73 فیصده زيات شوې ،ټوله نړۍ كښې غريبي زياته شوې ،مونږ هم د نړۍ برخه يو، تنخا داره طبقه مشکل كښې ده ، حکومت به د تنخا دارې طبقې مرسته كوي۔
د كروندګرو آمدن 73 فیصده زيات شوې، کورونا په كاميابۍ سره قابو موندلو، اوس به په ګرانۍ هم قابو ومومو، مونږ پاکستان اسلامی فلاحي ریاست جوړولو له لوظي يو، عمران خا ن ” ستاسو وزيراعظم ستاسو سره ” كښې ځوابونه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی تجزیاتی ایپ