اسلام آباد۔18جون(اے پی پی) پاکستان او ازبکستان معاشي همكارۍ ته وده وركولو او منطقه كښی امن په ځائې كولو له په ګډه هڅو كولو ته صلاح شوي دي۔ د خارجه دفتر لمخې خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي تركيه كښی د انطاليه سفارتي فورم په موقعه د جمعې په ورځ د ازبكستان خپل همڅنګ عبد العزيز كاميلوف سره ملاقات وكړو۔ په دې موقعه په دوه اړخيزه اړيكو ٬ بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د ودې په وركولو او د شريكې خوښی په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان ازبكستان په منځني آسيائي هېوادونو كښې يو مهم ورور هېواد ګڼي۔ هغه ووئيل د تېرو درې كلونو په مهال زمونږ دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي رابطې له سوا شوي دي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل د پاكستان او ازبكستان ترمينځه د رېل منصوبه به د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي او اولسي تړون ته وده وركړي۔ خارجه وزير ووئيل افغانستان كښې د امن په ځائې كېدل نه يوازې افغانانو له بلكې د ټولې منطقې پرمختګ او تعمير له ضروري دے۔
خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ازبكستان خپل همڅنګ عبد العزيزكاميلوف سره وليدل ٬ معاشي همكارۍ ته وده وركولو او منطقه كښې امن په ځائې كولو له د شريكو هڅو په كولو اتفاق
مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک