کراچۍ 06 دسمبر (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن ثمينه عارف علوي په معاشره كښې خاص وګړو لپاره ذهني نقطه نظر كښې بدلون او د ژوند په ټولو څانګو كښې د هغوي شموليت٬ قبوليت او رسنې ته وده وركولو لپاره د اجتماعي هلو ځلو په حاجت زور رواړې دې٬ په ټولنه كښې رائج يو محدود او امتيازي ذهني رويه د خاص كسانو په وړاندې تګ كښې خنډ دے۔ دا خبرې دې د نهې په ورځ د نيټ ورك آف آرګنائزېشنز ورکنګ فار پيپل ود ډس ايبلټيز پاکستان(اېن او ډبليو پي ډي پي) د ووکېشنل ټريننګ انسټي ټيوټ كښې ګرېجوېشن دستورې ته خپلې وېنا كښې وكره۔ په دې موقع په مختلف ټرېډز كښې فني او ووکېشنل کورسز ترسره كوٶنكو خاص زده كوٶنكو ته اېوارډ او سندونه هم وركړې شول۔ د دې نه وړاندې ثمينه عارف علوي د ادارې د بېلا بېلو برخو دوره وكړه چې پكښې ټيکسټائل ليب، کمپيوټر ليب او آرټس ګيلري شامل دي۔ د دستورې په پائې كښې ثمينه عارف علوي په ښه كاركردګۍ زده كوٶنكو له انعامونه هم وركړل او د انسټي ټيوټ انتظاميې له مخې بېګم ثيمه علوي ته سووينئر وركړې شو
د خصوصي وګړو سماجي شموليت ته وده وركولو لپاره اجتماعي هلې ځلې ضروري دي۔ بېګم ثمينه علوي
مضمون کا ماخذ : apostas lotomania