كراچي 10 سستمبر (اے پی پی)د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو كوتريس وئېلي دي په پاكستان ك??ې د تباهې كونكې سېلاب له امله بشري الميه رامخې ته كېږي٬پاكستان ت?? په سمدستي توګه د لوېې مالي مرستې ضرورت دے ٬د نړۍ قامونو او نړيوالو ادارو ل?? په دې سخت و??ت ك??ې د زړه نه د پاكستان مرسته كول پكار ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د كراچۍ په هوائي مېدان د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري سره مېډيا سر?? په خبرو كښې كړې۔ده ووئيل په پاكستان ك??ې د سېلاب څخه چې كومه تباهي راغلې٬په نړۍ ك??ې د كوم هم آفت په مهال دومره تباهي چرته نه ده ليدلې شوې ٬دا صورتحال نشم بيانولے۔ده ووئيل د سېلاب له امل?? په لاكهونو خلق بې كوره شوي٬فصلونه تباه شوي٬څاروي په اوبو كښې لاهو شوي٬داسې صورتحال په پاكستان كښې بشري الميه رامخې ته كوي۔ده ووئيل موسمياتي بدلون د نن تر ټولو لويه مسئله ده٬پاكستان د نورو هېوادونو د اقداماتو زيان پورته كوي٬د كاربن په خپرېدو ك??ې د 20 هېوادونو برخه 80 فيصد ده٬پرمختګ كړو هېوادونو له د موسمياتي بدلون چېلنجونو مخ نيوي لپاره وړاندې راتلل پكار دي٬صنعتي هېوادونو ل?? په بدتره كاربن اخراج كښې كمے كول پكار دے٬نن پاكستان د موسمياتي بدلون ښكار دے نو سبا به كوم بل هېواد وي٬كه سمدستي اقدامات ونه كړے شول نو په سباؤن كښې به ډېره زياته خطره وي۔سېكرټري جنرل ووئيل د نړۍ قامونو او نړيوالو ادارو ل?? په دې سخت و??ت ك??ې د زړه نه د پاكستان مرسته پكار ده ځكه چې پاكستان ته د لاكهونو كسانو بحالۍ لپار?? په سمدستي توګه د لويې مالي مرستې ضرورت دے۔ده هيله څرګنده كړه چې نړيواله ورورولي ب?? په تندۍ سره د پاكستان مرستې لپاره راوړاندې شي۔ده ووئيل د پاكستان سياسي و عسكري مشرتابه د مرستې ادارو او سماجي تنظيمونو له هم راوړاندې كېدو سر?? په دې مشكل حالاتو ك??ې د خپلو وروڼو خوئېندو مرسته كول پكار ده۔خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ووئيل د سېلاب له امل?? په پاكستان ګښ?? لويه تباهي راغلې٬د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل په دې سختو حالاتو ك??ې د پاكستان دوره خوشبينه ده او د دې دورې سره ب?? په نړيواله كچه د پاكستان لپاره د مرستې هڅو كښې نړيوالې ورورولۍ ل?? په متحرك كېدو مرسته ترلاسه شي۔ده د بشپړه مصروفياتو باوجود د پاكستان په دوره كولو د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل مننه وكړه۔ده ووئيل د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره ټول وسائل كارولې كېږي۔
په پاكستان كښې د تباهې كونكې سېلاب له امله بشري الميه رامخې ته كېږي٬پاكستان ته په سمدستي توګه د لوئې مالي مرستې ضرورت دے۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو كوتريس او د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري مېډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : estratégias loteria وفاقی