اسلام آباد15جون (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي په هېواد كښې تند رفتاره سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د انفارمېشن ټېكنالوجي رامخې ته شوو ټولز خپلولو رفتار د ګړندي كولو په حاجت زور رواړلو سره وئيلي دي د ځوانانو او د انساني وسائلو ترقۍ ته پام ګرځولو سره په تندۍ سره د هېواد پرمختګ ممكن دے٬ ځوانانو له د ماركيټ د ضرورتونو له مخې هنر وركولو سره په لږه موده كښې تند رفتار سماجي او اقتصادي پرمختګ ترلاسه كېدے شي۔ صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ په ګلګت كښې د قراقرم انټرنېشنل يونيورسټي لسم كانووكېشن ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل ځوانانو ته د ماركيټ ضرورتونو له مخې هنر وركولو سره په لنډه موده كښې تند رفتار سماجي او اقتصادي ترقي ترلاسه كېدې شي، مېرمنې د معيشت په مرکزي چوكاټ كښې شاملول٬ په بېلا بېلو پېشو كښې ملازمتونه وركولو سره په مالي توګه واكمنې جوړولو ته اړتيا ده۔ صدر مملکت ووئيل مېرمنې دې تعليم ترلاسه كولو نه پس د افرادي قوت برخه جوړې شي او كار دې كوي٬ رياست او سماج د مېرمنو په تعليم ډېره سرمايه كاري كړې ده۔ ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې د جديد ټېكنالوجي ټويز څخه مېرمنو له پارټ ټام ملازمت او د كور نه آن لائن سروس وړاندې كول ممكن شوې دي۔ صدر مملکت ووئيل مېرمنو ته په آسان شرطونو او ضابطو كاروباري قرضې وركړې شوې دي٬ د دې مېرمنو شمېره زياتولو ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل د اتيا او نوي په لسيزه كښې پاكستان خپل بهترين انساني وسائل بهر هېواد ته برآمد كړې او د دوي برآمد كېدو سره قابل او هنر مند انساني وسائلو كښې كمې راغلے دے، په هېواد كښې هنر مند انساني وسائل په ځائ ساتلو لپاره دې سازګار حالات پېدا كړې شي۔ صدر مملکت په ځوانانو زور روړو چې د نتيجې وړ وظيفائي ژوند كولو لپاره علم او د هنر سره د اعلٰې اخلاقي اقدارو معيارات خپل كړئ ۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل نالوستې او غېر هنر مند آبادۍ ته علم او هنر وركولو سره په قامي چوكاټ كښې شاملول د ټولنې د تعليم يافته طبقو اضافي ذمه واري ده۔صدر ووئيل هېواد مخ په وړاندې بوتللو لپاره د زلمي كول كردار زيات مهم دے٬ پاكستان د ژوند په هره څانګه كښې پوهان راپېدا كړي څوك چې دهېواد په پرمختګ او سوكالۍ كښې مهم كردار لوبوي،ده ووئېل مونږ د ترهګرۍ په مړانه مقابله كړې او د 40 لكه نه د زياتو كډوالو مو تر 40 كالو پناه او مېلمستياﺀ كړې ۔ په دې موقع د قراقرم انټرنيشنل يونيورسټۍ وائس چانسلر ډاکټر عطاءالله شاه هم وېنا وكړه ۔ په کانووکېشن كښې د فيکلټي غړو، زده كوٶنكو او نورو اهم شخصياتو ګډون وكړو۔ د دې نه وړاندې صدر مملکت ډاکټر عارف علوي پوزيشن هولډرز له مېډلز وركړل
ځوانانو له د ماركيټ ضرورتونو له مخې هنر وركولو سره په لږهموده كښې تند رفتاره سماجي او اقتصادي پرمختګ ترلاسه كېدے شي۔ صدر مملکت ډاکټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا انعام