اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د جمو و كشمير شخړې هوارېدو سره په سوئېلي آسيا كښې تل پاتې امن راتللے شي٬پاكستان سره معنی لرونكې او د نتيجې وړ اړيكو لپاره سازګار ماحول پېدا كول د هند ذمه واري ده۔ده دا خبرې د نهې په ورځ په نېشنل ډيفنس پوهنتون كښې د نېشنل سېكورټي اينډ وار كورس ګډون كوونكو ته په خپله وېنا كښې وكړې۔شاه محمود قرېشي ووئيل د وزيراعظم عمران خان په هدايات د هند د پنځم اګست 2019 د يو اړخيزه او غېر قانوني اقدام نه پس د پاكستان حكومت په ټوله نړۍ كښې د كشمير مسئله په نوي جوش او عزم سره پورته كړه او نړيوال امن او سلامتيا ته ورپیښ خطرات يې هم په ډاګه كړل۔ده ووئيل د هند اشعال ګرۍ سره هم پاكستان په نومبر 2019 كښې د كرتار پور لاره پرانستله او د هند پشمول د ټولې نړۍ سكهانو خپلو مقدس ځايونو ته د ويزې نه بغېر رسنه ترلاسه كړه۔ده ووئيل دا د وزيراعظم د وژن څرګندونه ده٬پاكستان د سوئېلي آسيا٬مينځنۍ آسيا٬مينځني ختيز او د چين په پوله پروت دے او د معاشي ګټو ودې٬كلتور او د تاريخي رشتو ژوندې كولو لپاره غوره روابط ضروري دي۔ده د سي پېك روابط مهم اقدام ګرځولو سره ووئيل پاكستان دا فريم ورك نه يوازې هېواد بلكې منطقې لپاره هم ګيم چينجر ګڼي۔د افغانستان په اړه خارجه وزير ووئيل پاكستان ګڼي چې په دې وخت كښې تر ټولو مهم كار په افغانستان كښې پوخ امن او د استحكام په ضرورت نړيواله ټولنه يوځاے كول دي۔په منطقه كښې د وران كارو په اړه ده ووئيل زمونږ منطقې او نړيوالې سلامتيا لپاره تر ټولو لويې خطر د هندوتوا نظريه ده۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان يوه فعاله خارجه پالېسي لري
د جمو و كشمير شخړې هوارېدو سره په سوئېلي آسيا كښې تل پاتې امن راتللے شي٬پاكستان سره معنی لرونكې او د نتيجس وړ اړيكو لپاره سازګار ماحول پېدا كول د هند ذمه واري ده۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ