اسلام آباد 12جون (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرل نديم رضا د اردن د وسله والو ځواكونو د جوائنټ چيف آف سټاف ميجر جنرل يوسف احمد سره ملاقات كړې۔جنرل نديم رضا د اردن په سركاري دوره دے۔د ملاقات په مهال د سلامتيا٬دفاعي مرستې او د منطقې اوسني صورتحال پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو خبرې وشوې۔په دې موقع جنرل نديم رضا ووئيل چې پاكستان اردن سره اوسنۍ عسكري مرسته پراخا كول غواړي۔په دې موقع جنرل نديم رضا ته د دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره د ده د هڅو په نتيجه كښې د اردن اعلٰی پوځي ايورډ آرډر آف ملټري ميرټ آف فرسټ ګرېډ هم وركړے شو
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی