اسلام آباد 10 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي بشري وقار باوري كول٬ مېرمنې واكمنې كول٬ د اقليتونو د حقونو تحفظ او د بېن المذاهب همغږۍ وده زمونږ د پاليسۍ برخه ده ۔ ده دا خبرې بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو هائي كمشنرې مشېل بېچلېټ سره په ملاقات كښې كړې چا چې د زيارت په ورځ په خارجه وزارت كښې دوي سره ملاقات كولو۔ د خارجه دفتر له مخې خارجه وزير د بشري حقونو ٬ د بنيادي آزادۍ ودې او تحفظ لپاره د پاكستان د عزم پخلے كړے او د مذهب او عقيدې د آزادۍ وده ٬ د خپلواكۍ حق، د ناسمو معلوماتو مقابله كول او د اسلامو فوبيا پحقله شعور بېدارولو لپاره د پاكستان په كردار ئې رڼا واچوله۔ خارجه وزير او هائي کمشنر بيچليټ افغانستان كښې په انساني صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د افغانستان اولس د انساني بحران او د اقتصادي تباهۍ نه ساتلو لپاره نړيوالې مرستې او ملاتړ ته ډېر ضرورت لري ۔ خارجه وزير په دې خبره زور رواړو چې افغانستان سره انساني مرسته غېر مشروط پكار ده او د افغانستان ټولې كنګل كړې اثاثې افغان اولس ته بېرته وركول پكار دي۔ خارجه وزير هائي کمشنره په جمو و كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو٬ منظم او په لويه كچه د خلاف ورزو د تفصيلاتو نه خبر كړه او هلته د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو د صورتحال په پرله پسې نګرانۍ او په رپورټنګ د بشري حقونو د هائي كمشنر دفتر او د ملګرو ملتونو د خاص مېنډيټ هولډرز ئې مننه وكړه۔ ده ووئيل مونږ د هندي سركار لخوا د جمو و كشمير په غېر قانوني آبادياتي بدلون تشويش لرو٬ هند هلته د ظالمانه قوانين اطلاق څخه د بشري حقونو د محافظانو په ضد انتقامي بريدونه، ماورائے عدالت قتلونه، جعلي مقابلې او املاك تباه كول خپل معمول ګرځولے ۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي د بشري حقونو ودې ٬ تحفظ او د كوټلې پرمختګ اېجنډې بشپړولو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشينرۍ سره د پاكسان د پرله پسې مرسته پخلے وكړو
بشري وقار باوري كول٬ مېرمنې واكمنې جوړول٬ د اقليتونو د حقونو تحفظ او د بېن المذاهب همغږۍ وده زمونږ د پاليسۍ برخه ده ۔ د مخدوم شاه محمود قرېشي بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو هائي كمشنر سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں