اسلام آباد۔19اپرېل(اے پی پی)وزیرِ اعظم عمران خان وئيلي دي د نبي كريم ﷺ ناموس كښې د ګستاخۍ مخنيوي معامله د اسلامي نړۍ مشرانو سره په ګډه په نړيواله كچه پورته كوؤ۔ املاكو ته د زيان رسول په لوئيديز هېڅ اغېز نه پرېباسي۔ پاكستانې اولس خپل دين او خپل پېغمبر (ص) سره زيات مينه لرونكې قام دے خو مذهبي ګوندونه ځينې وخت دا جذبه په ناوړه توګه كاروي او په دې افسوس دے۔ د مارګله هائي او رنګ روډ جوړولو سره به د ټرېفك مسئله حل شي۔ اوسني حكومت شجركارۍ او ماحولياتو ته پام ګرځولے۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ د مارګله هائي وے د بنياد تيګه اېښودلو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وزيراعظم د دې منصوبې په پېل كولو سي ډي اے ته مباركي وركړه۔ وزیراعظم ووئيل د رنګ روډ جوړول يوه په زړه پورې منصوبه ده ٬ دې سره به د ټرېفك بهر ويستلو كښې مرسته ترلاسه شي۔ هغه ووئيل اسلام آباد يو ښكلے ښار دے كوم چې په زړه پورې موسم لري۔ اسلام آباد كښې د لندن برابر باران كېږي۔ د مارګله هلز له كبله دا شين ٬ ښېرازه او ښكلے ښار دے۔ دلته ګرمي كمه وي۔ هغه ووئيل د دې ځائې خلق د موحولياتو ډېر خيال ساتي۔ زمونږ حكومت شجركارۍ او ماحولياتو ته پام ګرځولے دے۔ هغه ووئيل كله نه چې پاكستان جوړ شوے دے 60 كروړه اونې نال كړې شوي دي۔ کندیاں ،چھانګا مانګا، دیپالپور او چیچه وطنی كښې انګرېزانو لوئې لوئې ځنګلونه لګولې وو ٬ مونږ د نورو ځنګلونو لګولو په ځائې هغه ختم كړي دي۔ د دې به په راتلونكو نسلونو ډېر منفي اغېز وي۔ پاكستان لپاره په راتلونكي وخت كښې د اوبو مسئله ډېره مهمه ده۔ د مصر نه پس پاكستان دويم هېواد دے چرته چې اوبه كمې دي۔ هند سره زمونږ په مقابله كښې يو په دوه اوبه دي۔ هغه ووئيل مارګله نېشنل هلز اېنډ پارك به سړك جوړولو سره نه ځپلې كېږي بلكه د دې حفاظت له به دېوال جوړولے شي۔ وزیراعظم ووئيل مارګله ایونیو جوړېدو سره به سېلګرۍ ته هم ګټه وشي۔ په بهاره كھو كښې په مېلونو ميلونو ټرېفك جام كېږي۔ د لاهور او نورو سيمو نه راتلونكي ټرېفك لپاره به هم دا بائي پاس وي۔ وزيراعظم ووئيل د بده مرغه زمونږ هېواد كښې ځينې وخت سياسي او ديني ګوندونه اسلام په ناوړه توګه كاروي او خپل هېواد ته زيان رسوي٬ د دې كوم اغېز په لوئيديز نه پرېوزي دې سره زمونږ خپل زيان كېږي۔ هغه ووئيل نبي كريم ﷺ سره ټول زياته مينه لري۔ دا هېواد د اسلام په نامه جوړ شوے دے۔ دين سره مينه او نبي علېه السلام عشق چې څومره پاكستان كښې دے بل كوم هېواد كښې نشته۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ د ټولو مقصد يو دے۔ مونږ خپل دين او نبي اكرم (ص) سره مينه كوؤ ولې دا جذبه په ناوړه توګه كارولې شي په دے افسوس دے۔ وزیراعظم ووئيل آيا حكومت ته ددې فكر نشته او كله چې د نبي كريم (ص) په شان كښې ګستاخي كېږي نو مونږ ته تكليف نه كېږي؟ هغه ووئيل د دې جذبې په ناوړه توګه كارولو سره مونږ دين ته ګټه نه رسوؤ۔ هغه ووئيل ما د ناموس رسالت تحفظ له د بېلو اسلامي هېوادونو مشرانو سره په ګډه په ګرده نړۍ كښې كمپائن چلولې او د ملګرو ملتونو او د اروپائي ائتلاف په شمول په هره يوه كچه مې دا معامله پورته كړې ده۔ كله چې دا معامله په نړيواله كچه پورته كړې شي نو بيا به د دې اغېز وي او زه هم دغه كوم۔ دې نه وړاندې داخله وزير شېخ رشيد احمد دستورې ته خطاب كښې ووئيل وزيراعظم اسلام لپاره ځانګړې هڅې كړي دي۔ هغه ووئيل لوئے څښتن ده ته د ده د نيت بدله وركوي۔ هغه ووئيل د چا عقيدې چې يو بل سره نه لګي هغوي موقعې لټوي او هغوي ته معلومه نه ده چې د چا نوم عمران خان دے هغه ماتې خوړل زده كړې نه دي۔ هغه ووئيل وزيراعظم به اسلام دښمنه او هېواد دښمنه عناصرو ته ماتې وركړي۔ هغه د انسانيت خذمت كړے دے۔ كراچۍ كښې د لاهور نه لوئې روغتون جوړوي۔ لوئے څښتن به ده ته دنيا كښې هم ترقي وركوي۔ پاكستان به په معاشي توګه مضبوط شي او دښمن به ماتې وخوري۔ د اولس دعاګانې وزيراعظم سره دي او هغه عاشق رسول (ص) دے۔ پاكستان اسلام لپاره جوړ شوے دے ٬ مونږ د مسئلې حل كولو بشپړه هڅه كړې ده۔ زمونږ د كوم عمل نه بايد پاكستان ته زيان ونه رسي۔ دستورې ته د پي ټي آئي لارښود سېنېټر فېصل جاوېد هم خطاب وكړو۔ خپل خطاب كښې هغه ووئيل وزیر اعظم عمران خان ريښتونے عاشق رسول (ص) دے۔ لكه څنګه چې هغه د ملګرو ملتونو په پلېټ فارم ناموس رسالت لپاره غږ پورته كړې او د اسلامو فوبيا په ضد ئې خبره كړې كوم بل حكمران نه ده كړے۔ دې نه وړاندې وزيراعظم د مارګله هائي وے د بنياد تيګه كېښودله۔
د نبي كريم ﷺ ناموس كښې د ګستاخۍ مخنيوي معامله د اسلامي نړۍ مشرانو سره په ګډه په نړيواله كچه پورته كوؤ۔ املاكو ته زيان رسول په لوئيديز هېڅ اغېز نه پرېباسي۔ د مارګله هائي وے او رنګ روډ جوړولو سره به د ټرېفك مسئله حل شي۔ وزیرِ اعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔