كوئټه 01 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په بلوچستان كښې د بارانونو او سېلاب له امله په حق رسېدليو كورنيو له په 24 ساعته كښې د معاوضې وركولو سپارښتنه كولو سره وئېلي دي موجوده چېلنج لوي دے٬د ځپليو تر بشپړه بحالۍ به په قلاره سره نه كېښنو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده كوئټې ته په رسېدو د باران او سېلاب له امله د شوي زيان په اړه د بريفنګ اغستو په مهال وكړه۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب٬د هاؤسنګ وفاقي وزير مولانا عبدالواسع٬د دفاعي پېداوار وفاقي وزير اسرار ترين او د نشه اي توكو مخ نيوي وفاقي وزير نوابزاده شاه زين بګټي٬د برېښنا وزيرمملكت مير هاشم نوتيزئي٬د قامي اسمبلۍ غړې صلاح الدين ايوبي او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل اختر نواز هم په دې موقع موجود وو۔كوئټې ته په رسېدو د بلوچستان چيف سېكرټري عبدالعزيز عقيلي او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل اختر نواز په بلوچستان كښې د اوسنو بارانونو په حقله د زيان او د مرستې هلو ځلو په اړه وزيراعظم له بريفنګ وركړو۔وزيراعظم اېن ډي اېم اے ته په بلوچستان كښې د بارانونو او سېلاب له امله حق رسېدليو كورنيو له د معاوضې په 24 ساعته كښې وركولو او كورونو ته د زيان رسېدلو معاوضې وركولو هم سپارښتنه وكړه۔وزيراعظم ووئيل زمونږ قامي الميه ده چې د بندونو په وخت جوړولو ته پام لرنه نه ده شوې٬ چېلنج لوي رامخې ته دے خو مونږ به د ځپليو تر بشپړه بحالۍ په آرام سره نه كېښنو۔ده ووئيل د مرستې او بحالۍ لپاره د اېن ډي اېم اے٬صوبائي انتظاميې او اېن اېچ اے هڅې د ستائنې وړ دي۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې ځپليو سيمو كښې دې مېډيكل كيمپس ولګولې شي۔وزيراعظم ووئيل د غېر معمولي بارانونو له امله لوي زيان شوے۔د انساني زيان سره سره انفراسټركچر هم تباه شوے۔وفاق او د بلوچستان حكومت په قامي جذبه د بحالۍ او آباد كارۍ لپاره لوظې دي ٬د بلوچستان چيف سېكرټري عبدالعزيز عقيلي او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل اختر نواز وزيراعظم له د بريفنګ په مهال ووئيل د 13 جون راهسې د پشكال بارانونو سلسله پېل شوې۔د بريفنګ په مهال ووئيل شول تراوسه بلوچستان كښې 136 كسان مړه شوي دغسې 70 كسان ژوبل شوي٬په 2 لكه ايكړه زمكه ولاړ فصلونو ته زيان رسېدلے٬ 20 زره 500 وګړي محفوظ ځايونو ته رسولې شوي٬د وزيراعظم شهباز شريف د كوئټې دورې په مهال د بلوچستان وزيراعلٰی د هغه هركلے وكړو۔دغسې صوبائي وزيران او اعلٰی چارواكي هم د هغه سره موجود وو
وزيراعظم بلوچستان كښې د بارانونو او سېلاب له امله په حق رسېدليو كورنيو له په 24 ساعته كښې د معاوضې وركولو سپارښتنه٬د ځپليو تر بشپړه بحالۍ به په قلاره سره نه كېښنو۔شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے