اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير او د نېشنل كمانډ اينډ آپرېشن سنټر مشر اسد عمر وئېلي دي نېشنل كمانډ اينډ آپرېشن سنټر د كووېډ 19 په ضد فعاله او د ذكر وړ كردار ادا كړے٬ د كوم چې ټوله نړۍ اعتراف كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې د كووېډ ويكسينېشن مخ نيوي كمپائن كښې د ښې كاركردګۍ مظاهره كوونكو كاركنانو ته د انعامات وركولو دستورې ته كوله۔وفاقي وزير اسد عمر د وبائي رنځ په ضد جنګ كښې د ډاكټرانو او نور پيرا مېډيكل سټاف كاركردګي هم وستائېله۔وفاقي وزير ووئيل حكومت د قام په ملاتړ د وبائي رنځ په ښه ډول مخ نيوې كړے۔ده ووئيل وائرس اوس هم موجود دے ځكه مونږ له د ماسك اچولو پشمول په احتياطي تدابير عمل كولو سره د دې وبائي رنځ په ضد خپل جنګ روان ساتل پكار دي ۔اسد عمر ووئيل چې كومو كسانو خپل خپل خوراكونه بشپړ كړي هغوي دې بوسټر ويكسين ضرور ولګوي
نړۍ د كووېډ 19 په ضد د اېن سي او سي د فعاله كردار اعتراف كړے۔اسد عمر
مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز