اسلام آباد۔5دسمبر(اے پی پی)د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاه محمود قريشي د بلجيم نائب وزيراعظم او خارجه وزير صوفي ولمز په بلنه د روانې مياشتې 6 مې نه تر 8 مې نېټې د برسلز دوره کوي۔ د پاکستان او بلجیم تر منځ د ملګرتيا اړیکې د جمهوریت، پیوستون، متقابل احترام او نزدې همكارۍ په بنياد ولاړې دي۔ په تېرو څو کلونو کښې د سياست، اقتصاد، تجارت، کلتور او عامو اړيکو په شمول په بېلا بېلو څانګو كښې همکاري پياوړې شوه۔ 982 ملين ډالره تجارتي حجم سره د اروپائي ائتلاف په هېوادونو كښې بليجيئم د پاكستان پنځم لويې تجارتي همكار دے۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي يو بيان ترمخه خارجه چارو وزير مخدوم شاه محمود قريشي به د خپلې دورې په مهال د پاکستان اي يو سټرېټج ډائيلاګ د شپږم پړاؤ مشري کوي چې پکښې به د اروپايي اتحاد اعلی چارواكي او نائب صدر جوزف بورل هم ګډون كوي۔ اروپایی ائتلاف د پاكستان لويې تجارتي او د سرمايه كارۍ همكار دې او د پاكستان اروپائي ائتلاف سره د تجارت موجود حجم 10.883 ارب ډالره دې۔ پاكستان اروپائي ائتلاف سره نزدې اړيكې لري او فريقېنو په جون 2019ﺀ كښې پاکستان ای یو سټرېټجک انګېجمنټ پلان (اېس ای پی) لاس ليك كړې وو۔ برسلز كښې د پاتې كېدو په مهال به خارجه وزير د نېټو سېکرټری جینز سټال ټین برګ سره هم ملاقاتونه كوي۔ فريقېن د افغانستان حوالې سره نزدې تړون لرلو سره سره د فوځي او سول چارواكو د کپېسټی بلډنګ او ټرېنګ شريكو پروګرامونو كښې همكاران هم دي۔ د بهرنیو چارو وزیر به د خپلې دورې په مهال د بلجیم د پارلمان او د اروپا د پارلمان له غړو سره هم ملاقاتونه كوي۔ په دې موقع به خارجه وزير په بلجيم او لوګزمبرګ كښې مېشته پاكستاني ټولنې سره ملاقات او دوئي ته وينا كوي۔
د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاه محمود قريشي د بلجيم نائب وزيراعظم او خارجه وزير صوفي ولمز په بلنه نن د برسلز دوره کوي
مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری