اسلام آباد 15ستمبر (اے پي پي) د پاکستان پخواني خارجه سيكرټري او سفیر جلیل عباس جیلاني وئيلي دي بايد د افغانستان په معامله نړيواله ورورولي د 90 د لسيزي تېروتنه بيا ونه كړي ، افغان طالبانو كښې د تير وخت په نسبت ښكاره بدلون راغلے خو هغوي له به كوټلي حکومت جوړولو، خپله خاوره د ترهه ګرۍ لپاره د نه كارولو او د بشري حقونو په اړه خپل لوظونه پوره كولو له عملي ګامونه پورته كول وي، افغانستان كښې د امنيتي ځواكونو خلاء او د بشري بحران مخنيوي لپاره بايد نړيواله ورورولي د يوې كوټلې تګلارې سره د افغانستان سیاسي، معاشي او د سلامتیا په لحاظ مستحکمېدو له د افغان طالبانو مرسته وكړي، پاکستان د امناك او مستحکم افغانستان تر ټولو لوي مرستيال دے۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په سنګاپور كښې د پاکستان هائي کمېشن او ېیشنل یونیورسټي آف سنګاپور انسټيټوټ آف سائوتھ ایشین سټډیز په اشتراك سره د افغانستان په اړه ویبینار ته وينا كښې وكړه۔ د پاکستان هائی کمشنر رخسانه افضال هم په ویبینار كښې ګډون كولو۔ د انسټیټیوټ آف سائوتھ ایشین سټډیز پروفیسر ډاکټر اقبال سنګھ په دې موقع د نظامت فرائض ترسره كول۔ جلیل عباس جیلانی ووئيل د افغانستان مسئله د ټولي نړۍ لپاره او پاکستان لپاره لوي اهميت لري۔ده ووئيل افغانستان كښې جنګ او د ناامنۍ له امله تر ټولو زيات پاکستان ځپلے شوے۔ د افغان مسئلې په اړه د پاکستان موقف واضحه دے، د امناك او مستحکم افغانستان مرستيال يو۔ده ووئيل د افغانستان بدل شوے صورتحال د ټولو لپاره د حيرانتيا وړ ؤ۔ځيني پوهانو رائې لرلي چې امریکا له د افغانستان څخه هغه وخت وتل پكار وو كله چې د القاعدہ په ضد هغوي كاميابي ترلاسه كړې وه۔ جلیل عباس جیلانی ووئيل موجودہ حالاتو كښې بايد نړۍ افغانستان پلو خاص پام لرنه وكړي ، افغان طالبان د تير وخت په نسبت زيات بدل شوي، هغوي په نړيواله كچه خپل قانونی تشخص جوړول غواړي
د افغانستان په معامله بايد نړيواله وروررولي د 90 د لسيزي تېروتنه بيا ونه كړي، افغان طالبانو كښې د تير وخت په نسبت ښكاره بدلون راغلے ۔ پخوانے خارجه سيكرټري جلیل عباس جیلاني
مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک