اسلام آباد 05 جون (اے پي پ??) د ماحولياتو تحفظ لپاره كار كوونكو د ملګرو ملتونو ادارو د ايكو نظام بحالې لپاره د پاكستان اقدامات ??تا??يلي دي او د قدرتي ماحول تحفظ لپاره ئې پھ شريكو نړيوالو هڅو زور راوړے. نړيوالو ادارو ماحولياتي تحفظ لپاره د پاكستاني حكومت د عزم او اقداماتو ??تا??نه كړې او وئيلي ئې ??ي چې دې سره به په هېواد كښې د قدرتي ماحول او د اوبو د ځايونو په تحفظ كښې مرسته وشي. دا خبرې د ملګرو ملتونو د ادارو چارواكو د پاكستان په كوربتوب كښې د ماحولياتو نړيوالې ورځې په موقع په مېګا ورچوئل ګالا كښې په خپلو پېغامونو كښې وكړې. د خالي پ?? ورځ د ماحولياتو نړيوالې ورځې په موقع مېګا ورچوئل ګالا په كنونشن سنټر اسلام آباد كښې وشوه. د ګالا د وړومبي سيشن مشري د ماحولياتو وفاقي وزير ملك امين اسلم وكړه او كوربتوب ئې ??ېنېټر فېصل جاوېد وكړو. د سېشن په پېل كښې وفاقي سېكرټري ناهيد اېس دراني د ګډون كوونكو هركلې وكړو او د پاكستان په اقداماتو ئې ??ڼا واچوله. ګډون كوونكو د 10بلين ټري سونامي پشمول د ماحول تحفظ لپاره د پاكستاني حكومت اقدامات و??تا??يل. په وړومبي سېشن كښې د ملګرو ملتونو د ادارې يو اېن ډي پ?? تر سيوري لاندې په پاكستان كښې د ګلېشيئرز په ګړه دستاوېزي فلم وښودل شو. په دې موقع جنون ګروپ د خپل فن څرګندونه هم وكړه.
د ماحولياتو تحفظ لپاره كار كوونكو د ملګرو ملتونو ادارو د ايكو نظام بحالې لپاره د پاكستان اقدامات وستائيل
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش