اسلام آباد۔25فروری(اے پی پی) الېکشن کمېشن په قومي اسمبلۍ كښې د مېرمنو په مخصوص نشستونو د شازيه مري او نفيسه شاه په ځايې د دوه كانديدانو د كاميابۍ نوټيفكېشن جاري كړے دے۔ د اتوار په ورځ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري كړې شوي نوټيفكېشن له مخې په دې دوه نشستونو مدثر سحر کامران او شرمیلا فاروقی کامیاب وګرځولې شوه۔ شازیه مری او نفیسه شاہ د قومي اسمبلۍ په عمومي نشستونو په ټاكنو كښې برخه اخستلو سره كاميابي ترلاسه كړې وه۔
مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب