اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب وئېلي دي چې د وزيراعظم عمران خان لخوا په اېف بي آر كښې د اصلاحاتو او د معاشي پالېسو د تسلسل څخه كاروباري طبقه٬صنعت كار٬تجاران او كاروباري چارو سره تړون لرونكي ټول خلك استفاده كوي۔د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل په جولائي كښې د 431 ارب روپو ټېكس وصول كړې شوې۔د ګل په ورځ په ټوېټر خپل ټوېټ كښې وزيرمملكت فرخ حبيب ووئيل چې په جولائي 2021 كښې ټېكس ګشوارو سره د ټېكس په ادائيګۍ كښې 54 فيصد٬په كسټم ډيوټيز كښې 37 فيصد٬په نېټ ريونيو كښې 36 فيصد٬ په ګراس ريونيو كښې 32 فيصد٬د انكم ټېكس ګشوارۍ جمع كونكو كښې 30 فيصد او د ريفنډ په اجرا كښې 26.6 فيصد اضافه شوې۔پاكستان كسټمز د 3.6 ارب قاچاق شوي څيزونه ضبط كړي
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ