اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئېلي دي شخړيز كشمير كښې د هندي بربريت په ضد ټول قام د وزيراعظم محمد نواز شريف په سپارښتنه توره لمانځي٬ هند كشميري ځوانان د آزادۍ حق په غوښتلو شهيدانوي٬د دغه كشميريانو قصور دا دے چې د خپل بنيا??ي حق لپاره يې غږ پورته كړې او دغه حق د ملګرو ??لت??نو پشمول ټولو نړيوالو ادارو تسليم كړې٬د تورې ورځ لمانځلو مقصد نړۍ ته د كشميريانو غږ رسول او نړيوال ضميربېدارول دي٬ملګرو ??لت??نو وعده كړې وه چې كشميريانو له ??ه د هغوي د قسمت په خپله ?? پريكړې كولو حق وركولې شي او پاكستان به د دې نصب العين ترلاسه كولو د كشميريانو مرسته روانه ساتي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د مسلم ليګ(ن)اسلام آباد د سيوري لاندې د قامي پرېس كلب مخې ته لاريون ته كوله۔د وزيراعظم خاص مرس??يا?? ډاكټر آصف كرماني دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري هم په دې مهال موجود وو۔د لاريون مشري وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد د وزيراعظم خاص مرس??يا?? ډاكټر آصف كرماني او دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري كوله۔ګدون كونكو فلېګ كارډز پورته كړي وو چې پرې شخړيز كشمير كښې د هند رياستي ترهه ګرۍ په ضد نعرې ليك وې٬دوي د هن??ي حكومت او د كشميريانو خپلواكۍ له ??ږونه پورته كړه۔په لاريون كښې د ژوند د هرې څانګې سره تعلق لرونكو ګډون كولو۔د اطلاعات وزير ووئيل د وزيراعظم په سپارښتنه ټول قام توره ورځ لمانځي۔ده ووئيل كشميريانو هېڅ جرم نه دې كړې هغوي پھ خپل غږ او ليكونو د حق خوداراديت غوښتنه كوي۔ده ووئيل هند څوك چې پھ نړۍ كښې تر ټولو لويې جمهوريت دعويدار دے په شخړيز كشمير كښې ظلم او بربريت كوي٬د دغې ظلمونو په ضد توره لمانځلې شي دغسې چې شخړيز كشمير كښې د هندي ځواكونو د لاسه د كشميريانو وژنه نړۍ ته څرګنده كړی شي۔ده ووئيل كشميري اولس د لسيزو نه د هند د ظلمونو مقابله كوي او پھ تېرو ورځو كښې هند ترهه ګري زياته كړې او ګڼ شمېر زلمي يې شهيدان او ژوبل كړي چا چې د خپل خوداراديت غوښتنه كوله ??و د كومې وعده چې هغوي سره ملګرو ??لت??نو كړی وه۔ده ووئيل پاكستانې اولس د كشمير د خپلواكۍ نصب العين لپاره د هغوي سره ولاړ دے او تر هغه وخته به د هغوي اخلاقي٬سياسي او سفارتي مرسته روانه ساتي تر څو چې هغوي د هندي تسلط نه آزاد نه شي۔د وزيراعظم خاص مرس??يا?? ډاكټر آصف كرماني لاريون ته ووئيل برهان واني او د دنورو كشميريانو شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي٬هند كه هر څومره واني شهيدان كړي نو د شخړيز كشمير د كور كور نه به واني راوځي۔ده ووئيل د نړيوالې ورورولۍ او ملګرو ??لت??نو ذمه واري ده چې پھ هند زور راوړي او هغوي كشميريانو له په خپلواكۍ وركولو مجبور كړي۔آصف كرماني ووئيل مونږ د هند د مجرمانه فعل سخته غندنه كوو۔ده ووئيل قائداعظم وئېلي وو كشمير د پاكستان شاه رګ دے ٬ده ووئېل د سلامتي كونسل فرض دي چې په شخړيز كشمير كښې عامې وژنې زر تر زره بندې كړي۔پھ دې مهال دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري لاريون ته وېنا كښې ووئيل مونږ شخړيز كشمير كښې د هندي پوځ د ظلمونو سخته غندنه كوو٬مونږ نړيوالې ورورولۍ له دا پېغام وركوو چې چرته هم په مسلمانانو ظلم كېږي عالم اسلام د دغې غندنې له يو موټې دے
شخړيز كشمير كښې د هندي بربريت په ضد ټول قام د وزيراعظم محمد نواز شريف په سپارښتنه توره لمانځي
مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ